Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کراچۍ» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې نقیب مسید ترهګر و- ريښتیا څه دي؟

  • وروسته له هغې چې په کراچۍ کې د یو مسید ځوان وژنې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت عکس العمل راوپاروه، پاکستاني رسنیو د کراچۍ د پولیسو د چارواکي راو انور له خولې ادعا کړي چې وژل شوی نقیب الله مسید د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی و. ایس ایس پي راو انور په یو تفصیلي راپور کې د نقیب الله مسید په اړه ویلي ” ترهګر و، نالوستی و، او د بهادر خیل مکین مدرسه کې یې دیني زده کړې کړې. “ د کراچۍ د پولیسو دې چارواکي چې د مخه تر دې هم په کراچۍ کې د بې ګنا پښتنو په وژنه تورن شوی ادعا کړې ده چې نقیب مسید واده نه وه کړې، او زیاته کړې یې ده، اوښي یې شیر داود د پاکستاني طالبانو قومندان دی. او هماغه نوموړې له دې ډلې سره یو ځای کیدو ته هڅولی و. د پولیسو په راپور کې نقیب مسید په کراچۍ کې په تیرو څو کلونو کې په ګڼو نورو تروریستي فعالیتونو هم تورن شوی دی. او ویل شوي چې هغه د څلور نورو ترهګرو سره د پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی. د نقیب الله په اړه د پولیسو له خوا د خپاره شوي راپور یوه کاپي چې ایکسپریس ټربیون خپره کړې خو حقایق بیا بل څه وايي د نقیب مسید له عکسونو، د دوستانو او کورنۍ له څرګندونو دا روښانه ده چې د کراچۍ د پولیسو چارواکي دروغ وايي. د کراچۍ پولیس وايي نقیب الله مسید واده نه و کړی، خو د نقیب مسید پلار وايي، هغه درې بچیان درلودل. د کراچۍ پولیس وايي، نقیب مسید په تیرو څو کلونو کې په کراچۍ په بیلا, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها