Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کارونو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

بریالي خلک پر دې کارونو وخت نه ضایع کوي

  • لیکوال: سینتیا بازینژباړن: زمریالی اباسین کله چې خلک سرګردانه، خواشیني او په چارو کې ځان پاتې احساسوي، د یوه سلاکار او لارښود په توګه ما ته مراجعه کوي. دوی ځانونه په سختیو کې را ایسار شوي بولي، لاره پرې ورکه وي او نه پوهیږي چې څه وکړي. ځینې داسې شیان شته چې هسې وخت ضایعه کوي او ګټه یې نه وي؛ هغه څه چې د بریالیتوب پر وړاندې یې خنډ کیږي، د پرمختګ مخه یې ډپ کوي او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي. زه فکر کوم، چې موږ ټول وخت نا وخته په ځينو داسې چارو لاس پورې کوو چې موږ خپلو سترو موخو ته نه شي رسولی او خوشالي نه شي راکولی. ما هم په لومړیو کې وخت ته چندان ارزښت نه ورکاوه، خو د وخت په تېرېدو په دې پوه شوم چې د هرې ورځې هره ثانیه څومره ارزښت لري. یو وخت په دې پوه شوم چې ځینې داسې فعالیتونه شته چې سړی نه یواژې په چارو کې بریالیتوب ته نشي رسولی، بلکې هسې د وخت ضایعه کول دي. ټول غواړو په ژوند کې بریالي شو، خو ځينې وخت په داسې شیانو خپل وخت وژنو چې زموږ د پرمختګ او بریاليتوب پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه مو پرېږدي چې موخې ته ورسېږو. عجیبه خو دا ده چې تر هغې دغه شیان نشو تشخیصولی تر څو یې چې یو څوک را ونه ښيي. مهمه دا چې ارزونه وکړو، ورځې مو څنګه او په څه تېروو؛ هر ساعت او هره دقیقه مو په کومو شیانو تېروو او څنګه کولی شو چې په پرله پسې ډول داسې لارې چارې پیدا کړو چې د وخت د ضایعه کېدو مخ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها