Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ډبولې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

پاکستان غچ غواړي، خو افغان لوبډلې د هیټریک سینه ډبولې

  • لیکنه: احسان الله ساپید افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ م کال د اسیا جام په سیالیو کې خپل قوي حریف د پاکستان ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته په دوه مسلسل لوبو کې سترې ماتې ورکړې، چې په خپلو دغه لوبو یې د کرکټ نړۍ مبصرین او مینه وال حیران کړل.خو له بلې خوا د افغان لوبډلې څخه د پاکستانۍ لوبډلې دغه ډول ماتو د پاکستان د کرکټ مبصرینو او مینه والو توندغبرګونونه را وپارول، چې ولې پاکستان د هغې لوبډلې څخه، چې د ریکارډ ماتو خبره خو لا پریږده، د لوبې د بریا طمع یې هم ترې نه کوله؛ داسې شرم ناکې ماتې وخوري.دوی د پاکستان کرکټ بورډ مسولین پړ وګڼل او پر هغوي یې دغې لوبډلې ته د نه پاملرنې او بې پروايي تورونه ولګول، ځکه دغه ډول ماتې هیڅ دوي ته د منلو او زغملو نه وې، خو له بلې خوا یې د افغان لوبغاړو د توپ وهنې او توپ اچونې څخه هم سترګې نشوې پټولی، په ځانګړې توګه د کرکټ په نړۍ کې د بالینګ ځوانې جذبې او نوي را څرګند شوي لوبغاړي مجیب ځدران څخه، چې په دغه ټورنمټ کې یې د ټولو لوبډلو خلاف پیل په خطرناکې توپ اچونې سره کړی و، او د همدې پاکستانۍ لوبډلې څخه یې په لمړۍ لوبه کې ۶ لوبغاړي سوځولي وو.د خلکو کلکو نیوکو، توندو غبرګونونو او د افغان لوبډلې څخه په دغه ډول ماتو پاکستانی کرکټ بورډ او د لوبغاړو غواراوي کمیټه مجبوره کړه، چې په خپلې لوبډله کې پوره تغیرات راولي او هماغه شان وشول.د پاکستان کرکټ بورډ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها