Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «وینفري» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

راتلونکو انتخاباتو کې له بلې ښځینه کاندیدې وینفري سره د ټرمپ د مخ کیدو امکان

  • د ډونالډ ټرمپ په اړه ویل کیږي چې د ښځو په اړه یې ناسمې خبرې کړي. خو قسمت یې بیا داسې دی چې تل یې ښځو سره د مقابلې میدان ښکته کوي. په تیرو انتخاباتو کې یې په وړاندې هیلري کلینټن کلکه مبارزه وکړه او په راتلونکیو انتخاباتو کې داسې ښکاري چې د امریکا یوه بله نامتو ښځه به یې په وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالۍ ته ودریږي. داسې اټکل کیږي چې که هیلري کلینټن ټرمپ مات نه کړی شو، ښايي اوپرا وینفري دا ماته ورکړي او د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات ترې وګټي. که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که چیرې اوپرا ونفري د امریکا د ولسمشرۍ په راتلوتکو انتخاباتو کې دده په وړاندې سیالۍ ته ودریږي، نو ډیره په اسانې په ماتې ورکړي. ټرمپ او وینفري له کلونو راهیسې یو بل پیژني، او ټرمپ په پخوانیو مرکو کې وینفري ستایلې ده. خو په امریکا کې اوس یوه تازه سروي ښودلې چې ډیر امریکایان ۶۴ کلنې وینفري د ولسمشرې په توګه لیدل غواړي. د شوې سروې سره له مخې که نن په امریکا کې انتخابات وشي نو په سلو کې اته څلوېښت فیصده امریکایان په ځانګړې توګه اوپرا وینفري ته رایې ورکوي، په داسې حال کې په سلو کې اته دیرش امریکایان په دویم ځل ډونالډ ټرمپ ته رای ورکول غواړي. اوپرا وینفري څوک ده؟ ونفري د امریکا د متحده ایالاتو د یوې مشهورې تلویزنې خپرونې چلوونکې، لیکواله، اداکاره، فعاله او مشهوره رسنیزه څیره ده. نوموړې د امریکا د خلکو د اوسنۍ ژ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها