Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ویناوې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د رالف والډو ایمیرسن څو پام اړوونکې او ګټورې ویناوې

  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیلرالف والډو ایمیرسن یو امریکايی شاعر، فیلسوف او مقاله لیکونکی وو، چې په نولسمه پیړۍ کې یې ژوند کاوه. نوموړي ګڼې نظریې او ویناوې پریښي، چې له هغې ډلې څخه یې موږ یو څو درسره شریکوو:۱. د داسې ژوند کولو جرئت په ځان کې پیدا کړه، چې خوب یې وینې. مخ پر وړاندې لاړ شه او خوبونه دې په حقیقت بدل کړه.۲. په زړه کې دې دا ولیکه، چې د کال هره ورځ تر ټولو ښه ورځ ده.۳. له لیوالتیا پرته هیڅ داسې کوم ستر شی نه دی ترلاسه شوی.۴. که چیرې د هغه کار د ترسره کولو هڅه وکړې، چې له مخه پکې ماهر وې، نو هیڅکله به پرمختګ ونکړې.۵. هغه ذهن چې په یوې نوې نظریې سره پراخ شوی وي، هیڅکله به خپل لومړني یا هم اصلي حالت ته و نه ګرځي.۶. په هرې خواشینې دقیقې سره، شپیته ثانیې خوشالي له لاسه ورکوې.۷. له هر چا سره چې لیده کاته کوم، د ژوند په ځينو برخو کې له ما څخه ښه والی (برتري) لري او همدا لامل دی، چې زه له هغه څخه یو نه یو درس زده کوم.۸. د ښه ملګري درلودلو یوازینۍ لار دا ده، چې باید خپله یو ښه ملګری واوسې.۹.مینه وکړه چې له تا سره هم مینه وشي.۱۰. وند په دې مانا نه دی چې باید یوازې پکې خوښ واوسې، بلکې باید ګټور، عزتمن، دروند، او خواخوږی هم واوسې او پاتې ژوند کې دې ځینې بدلونونه راولې.۱۱. کمزوري او بې مغزه کسان په بخت او حالاتو باور لري، خو پیاوړي کسان په علت او اغیز.۱۲. په داسې نړۍ کې خپله اوسیدل چې په , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها