فيض اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې يو ځوان د زنا په تور سل درې وهلى. د بدخشان د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سيد نن پژواک خبري آژانس ته وويل چې د خلدسک سيمې د ديګه کلي يو معيوب ځوان چې طيب نومېږي او د سرې مياشتې په کلينيک کې تر درملنې لاندې و، د همدغه کلي له يوې نجلۍ سره نا روا اړيکه درلوده. هغه زياته کړه: "نجلۍ حامله شوې ده او دواړو ځوانانو پر خپل جرم اعتراف وکړ او دواړه مجرد هم دي." غلام الله سيد زياته کړه چې طالبانو پرون طيب نومى کس د زنا په تور تر خپل کنټرول لاندې سيمه کې د (رونجاب) په بازار کې په عام ډګر سل درې وواهه او,طالبانو,بدخشان,ځوان,وهلی ...ادامه مطلب