Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ومونده» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

ما نجلۍ ومونده ، سلمان خان

  • سلمان خان د هندي د سینما د مینه والو په زړونو کې خاص ځای لري. خو د سینما دا ۵۲ کلن اکټر لا هم مجرد او بې واده ګرځي او دې مجردۍ ته که خپله سلمان خان پریشانه نه دی، دده یو شمیر مینه وال ورته اندېښمن دي. ځکه خو د سلمان خان مجردي او د واده امکان ډیر کله د هندي رسنیو او دده د مینوالو د بحث توده موضوع وي. خو وړمه ورځ د هند د سینما دې ستورې هغه مهال دا بحث نور هم تود کړ چې پر خپل ټویټر یې ولیکل ” ما نجلۍ وموندله“ ددې څو لفظونو له پوسټ کولو وروسته د هند په ټولنیزو رسنیو کې د سلمان خان د واده نغارې وډنګیدې، چا مبارکۍ ورکولې، چا یې د نامزداۍ د مراسمو په اړه اټکلونه کول او چا هم د هغې نجلۍ په اړه اټکلونه کول چې ښايي سلمان خان ورسره کوژده وکړي. ځینې مجردانو خو لا ورته لیکلي وو چې د دوی د واده غم دې هم وخوري. خو له لومړني پوسټ څو ساعته وروسته سلمان خان په خپل یو بل ټویټ دا ټول بحثونه بیرته غلي کړل او ویې لیکل: ” د تشویش وړ هیڅ خبره نه شته، ما د ایوش شرما د فلم لپاره نجلۍ ومونده“ ایوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا خاوند دی او سلمان خان د نوموړې لپاره یو فلم جوړوي. سلمان خان ویلي چې ددې نوې نجلۍ نوم ورینه دی. د یادونې وړ ده چې په تیرو لسیزو کې د سلمان خان نوم د هندي سینما له ډیرو نجونو سره وخت په وخت یاد شوی. په دې لړ کې د ایشورای رانیولې، تر کرینه کپور او کترینا کیف پورې وخت په وخت نجونې د سلمان, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها