Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ورسیدې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

ننګرهار: د YSF له لورې د سولې ترنامه لاندې سیالۍ پای ته ورسیدې

  • له تیرو شا او خوا دریو اوونیو راهیسې ځوان ټولنیز بنسټ (YSF )له لورې په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ په لاره اچول شوې وې، چې تیره جمعه پای ته ورسیدې.دې سیالیو کې چې لسګونه مینوالو ته یې ننداره کوله، د ځايي ځوانانو ۱۶ لوبډلو ګډون درلود، چې په پایله کې یې دوه لوبډلې صفدري الکوزي او د کامې خاص لوبډلې فاینل یا پای لوبې ډګر ته ووتې.د صفدري لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۶ منډې هدف کیښود. تر ټولو ډیرې ۴۸ منډې قاري شکرالله وکړې.ورپسې مقابلې لوبډلې په ۹ اورونو کې د ۹۶ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د صفدري الکوزي ټیم د ۴۰ منډو په توپير سره وګټله.دا سیالۍ چې په کامې ولسوالۍ کې د ځوان ټولنیز بنسټ استازي او اړیکو کمیټې مشر ښاعلي عطالله صافي او د بنسټ د غړي عجب افغان له لورې رهبري شوي، وړمه ورځ یې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل. څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په فاملیو سیمه کې د بنسټ له لورې د ځوانانو ترمنځ د منډې سیالۍ په لاره اچول شوې، چې یو پړاو یې پخوا پای ته رسیدلی و او پرون بل پړاو هم پای ته ورسید. ځوان ټولنیز بنسټ په ننګرهار کې فعال مدني بنسټ دی چې د علمي لکچرونو ترڅنګ په سپورتي برخه کې هم فعالیتونه کوي.راپور: د ځوان ټولنیز بنسټ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها