Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ننګونې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

افغان نجونې د کمپيوټري ګېم جوړولو له لارې د ټولنې ننګونې انځوروي

  • هرات (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د هرات ولايت د نجونو لومړۍ ډله د کمپيوټري لوبو جوړولو له لارې غواړي چې په هېواد کې د شته ننګونو يوه برخه انځور کړي او حل لارې يې هم وړاندې کړي.د نجونو دغه اووه کسيزه ډله چې ټولې يې د هرات پوهنتون له کمپيوټر ساينس پوهنځي فارغې شوې دي، له ۲۰۱۵ کال څخه راهيسې  يې د کمپيوټري لوبو (ګېم) جوړولو په برخه کې خپل کارونه پيل کړي دي.د دوی په وينا، د ياد تېر وخت په اوږدو کې يې ۲۳ کمپيوټري لوبې جوړې کړې چې په ټولو کې يې د افغانستان روانې ننګونې او حل لارې انځور شوې دي.په هرات کې د کمپيوټري لوبو جوړوونکې خاطرې محمدي وويل چې يوه کمپيوټري لوبه په هلمند کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه جوړه شوې چې په ياده لوبه کې افغان سرتېري بالاخره توانېږي چې له هلمند ولايت څخه نشه يي توکي پاک کړي او د زعفرانو کرکيلې لپاره زمينه برابره کړي. محمدي دغه راز د يادو کمپيوټري لوبو د جوړېدو موخه نړيوالو ته د افغانانو ور پېژندل وبلله څو پوه شي چې افغانان له نشه يي توکو سره مبارزه کوي. نوموړې پژواک ته وويل: "دغه ګېم د اوو تنو په همکارۍ سره جوړ شوی او موخه مو يوازې له نشه يي توکو سره مبارزه ده چې افغان سرتېري هلمند ولايت ته ځي او نشه يي توکي له منځه وړي او پر ځای يې زعفران کري." يوې بلې ګېم جوړونکې نرګس حسني پژواک ته وويل: "غواړو چې په خپلو جوړ کړو ګېمونو سره زموږ د ټولنې د ستونزو يوه برخه ا, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها