Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «نفوذي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي

  • لښکرګاه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦) : د طالبانو يوه نفوذي تن په هلمند ولايت کې ١٦ دولت پلوه وسله وال  وژلي او د هغوى وسلې يې له ځانه سره وړي دي. د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم  نه ښودلو په شرط نن(د سلواغې په ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده. سرچينې زياته کړې چې پېښه د محمد رسوليان په نوم ديوه دولت پلوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې وه او پوسته يې هم له لاسه وتلې ده. يادې امنيتي سرچينې وويل چې د طالبانو يوه نفوذي کس په دغو وسله والو کسانو کې ځاى پر ځاى شوى او بيا يې د پوستې پر غړو بريد کړى دى. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، پېښه پرون  غرمه  مهال د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې د دري نفوذي کسانو لخوا رامنځته شوې چې د يوه قوماندان په ګډون يې ۱۶ کسان وژلي او  ورسره ټول  مهمات يې  ترې وړې دي. دولتي سرچينو تر اوسه  په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي. , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها