Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ماشومتوب» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

څوک چې ماشومتوب کې وهل، ټکول او ځورول شوي وي، دا ۱۸ ځانګړنې به لري

  • لیکنه: امنډا فرویلیچ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل که څومره هم د نورو خلکو په اړه فکر وکړو چې ګوندې دوی به ښه او خوشاله ماشومتوب درلود او ښه به لوی شوي وي، نو بیا هم دا هرڅه رښتیا نه دي. لږ تر لږه د هر انسان په ذهن او یا هم وجود کې د ماشومتوب د وخت یو نه یو ټپ وي، چې وروسته په ژوند کې بیا د عمر په تیریدو سره په یوه نا اشنا عادت، ویرې او یا هم ناوړه چلند بدل شوی وي.خو دا اصل بیا ټولو هغو کسانو ته نه راجع کیږي، چې په ماشومتوب کې د وهلو ټکولو او ځورونې قرباني شوي وي، ډیری وخت له دغې ډلې یوازې ځینې یې مثال ګرځیدلي دي. د دوی په وجود کې له بې لفظۍ او چل ول څخه نیولې د تعارف په سخته توګه منلو پورې مسایل موجود وي. په همدې اساس، که چیرې تاسې اوسمهال له یوه داسې کس سره لیده کاته کوئ او یا هم پیژنئ یې، چې د لاندې ځانګړنو څخه یو یې په وجود کې وي، نو په دې حال کې باید بې له قید و شرط څخه ورسره مینه وکړئ او ملاتړ یې وکړئ: ۱. بې لوظه او ژمنې ماتونکي وي. دا ځکه ښايي چې دوی د ودې او نمو په حالت کې په یوه چا د باور کولو ځورونه لیدلې وي او زړونه یې ازار شوي وي. ۲. په ناڅاپي توګه رنډي او غوسه تجربه کوي. دوی ځکه رنډ او غوسه ناک روږدي کیږي چې په ماشومتوب کې د ځورونې او حق خوړنې پر وړاندې یې د غټانو په څیر له ځانه رنډي ښودلې وي او په پایله کې یې، هماغه چلند له ماشومتوبه کاپي کړی وي او په ذهن کې یې پاتې وي. ۳, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها