Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «لومړی» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

سږ کال بیا افغان پاسپورټ تر ټولو وروستی او د اماراتو لومړی دی

  • د نړۍ د پاسپورټ,ونو د درجه بندۍ ( پاسپورټ, اینډیکس) نړیوال سازمان سږ کال بیا په ټوله نړۍ کې د اسانه سفر پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو پاسپورټ,ونه درجه بندي کړې دي. په دې درجه بندۍ کې د هیوادونو د پاسپورټ,ونو د, ...ادامه مطلب

  • ولسمشر غني: ټاکنې د حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبونو په سر کې دي

  • Daily Newsletter '; var input_id = '#mc_embed_signup'; var f = $(input_id); if (ftypes[index]=='address'){ input_id = '#mce-'+fnames[index]+'-addr1'; f = $(input_id).parent().parent().get(0); } else if (ftypes[index]=='date'){ , ...ادامه مطلب

  • افغان انجونو د مخدره توکو سره مبارزې په موخه لومړی ویډیو ګیم جوړ کړ

  • په افغانستان کې د کمپیوټر د کوډ کاروونکو ځوانو میرمنو په توګه، دا ځل په هرات ولایت کې افغان پیغلو په لومړي ځل د ټولنې ځینې ناسم دودونه مات کړي او د کمپیوټر د کوډونو کارولو د زده کړې ترڅنګ یې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ویډیو ګیم پنځولی دی.دغه پیغلې د هرات ولایت په مرکز کې د CTI (Code To Inspire) په نوم د کمپیوټر پروګرامینګ په هغه ښوونځي کې زده کړې کوي، چې یوازې ښځينه طبقې ته ځانګړی شوی دی. دغه ویډیو ګیم له هغو سیمو څخه د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کې د افغان دولت له هڅو ملاتړ کوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په پراخه کچه پکې نشه یې توکي کرل کیږي.د دغو نوښتګرو نجونو له ډلې خاطره محمدي اسوشیټید پریس ته په مرکه کې ویلي، چې (د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه) له یوه ګیم څخه زیات ارزښت لري او دغه ګیم یې د خپل هغه ورور د تجربې پر بنسټ جوړ کړی، چې په هلمند ولایت کې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن دی. نوموړې زیاتوي: ” هر ځل چې ورور مې کور ته راځي، نو موږ ته د هغه ځای د کوکنارو او نشه یي توکو د ځمکو، د ماین چاودنو او د مخدره توکو له قاچاق کوونکو سره د جګړو په اړه کیسې کوي.” په همدې اساس، په دغه روزنیز مرکز کې خاطره محمدي او نورې ټولګیوالې یې په دې فکر کې شوې چې لږ تر لږه د کمپیوټر یو ګیم کولی شي چې د خلکو پام ځان ته واړوي، په ځانګړي توګه د ځوانانو او وروسته بیا د نشه یي, ...ادامه مطلب

  • عبدالله: له ځوانانو ملاتړ د ملي یووالي حکومت په لومړیتوب کې دی

  • By پژواک on 05 December 2017 کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٦): اجرائيه رييس وايي چې ځوانان بايد د هېواد او خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه درک ک&#,عبدالله,ځوانانو,لومړیتوب ...ادامه مطلب

  • ولسمشر: کرنه مو له لومړیتوبونو څخه ده

  • کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نه شي رسېدلی. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د ولایتونو د کرنې ریاستونو نوماندانو سره په ارګ کې وکتل. سرچينه کاږي، په پیل کې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر د کرنې ولایتي ریاستونو د نوماندانو د مقررۍ په هکله خبرې وکړې او د اسنادو د پړاوونو د بشپړولو بهیر او  تازه پلانونو په اړه یې راپور وړاندې کړ. د کرنې وزیر وویل، د ۲۰۹ نوماندانو له جملې څخه ۹۷ تنه تقریري ازموینې ته لاره وموندله، له هغې جملې څخه ۳۷ تنه ۳۳ ولایتونو ته بریالي شول. هغه زیاته کړه، د کرنې ریاستونو ۷۰ سلنه نوماندان د ماسټرۍ سند او کافي تجربې لرونکي دي. سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې عبدالصبور رحماني او توحید علي د ولایتونو د کرنې ریاستونو د نوماندانو په استازیتوب خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو او د ځوانانو له نیرو څخه د کار اخیستلو له امله مننه وکړه. هغوی ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په لازم تخصص او تعهد سره به خلکو او په ځانګړي ډول بزګرو ته د خدماتو وړاندې کولو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي. د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د کرنې وزیر د راپور له اورېدلو او د ګډون کوونکو له خبرو وروسته حاضرینو ته په خطاب کې وویل: "مننه چې په قوي انرژي د خلکو خدمت ته تیار یئ." ده څرګنده کړه، افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نه شي رسېدلی. هغه په ټینګار وویل، لکه څنګه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، د کرنې د مسوولینو رول هم په همدې اندازه اساسي دی. ده زياته کړه، افغانستان له کرنیز پلوه غني دی او باید په پښو ودرېږي او په سیمه کې په یوه صادرونکي هېواد بدل شي. د هغه په وينا، په هېواد کې د کرنې له ودې سره خلکو ته اجتماعي بیمه ایجادېږي او له شته فرصتونو څخه باید ګټه واخیستل شي او افغانستان خودکفا شي. غني زیاته کړه، د محوري مرکز فرهنګ له منځه تللی او دا فرهنګ د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په کچه باید بنسټيز شي او خلکو په ځانګړي ډول بزګرو ته د خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي. نوموړي دې ته په اشارې چې د خلکو ژوند په کرنې پورې تړلی دی، وویل، عملي کرنیزې طرحې دې عملي شي , ...ادامه مطلب

  • افغانستان هالنډ ته په ماتې ورکولو د انټرکانټنینټال کپ د نومرو جدول کې لومړی مقام خپل کړ

  • کابل (پژواک، ٩  زمرى ٩٥): افغانستان هالنډ ته د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې سترې ماتې ورکولو سره د انټرکانټنینټال کپ سیالیو د نومرو جدول کې لومړی مقام خپل کړ. د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه پرون له غرمې وروسته د هالنډ په وربورګ ښار کې پيل شوې وه او نن د شپې په شاوخوا نهه نیمو بجو دافغانستان په بریا په داسې حال کې پای ته ورسیده، چې د لوبې دوه ورځې لاپاتې وې. هغه زياته کړه چې د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړې کړې وه.د هوتک په وينا، د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هالند لوبډله په لومړي اننګز کې په ١١٧ منډو وسوځېده. د افغانستان له لوري يمين احمدزي او دولت ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه، احمدزي پنځه او دولت څلور لوبغاړي وسوځول، يو لوبغاړى ميرويس اشرف وسوځاوو. د هالنډ د لومړي اننګز په ځواب کې افغانستان تېره شپه د لومړۍ ورځې تر پايه پورې په ٤٨ اورونو کې ١٤٥ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې سوځېدلي دي. رحمت شاه ٥١، ناصر جمال ٤٣، شهزاد محمدي ١٧ او احسان ١٥ مندې جوړې کړې او سوځيدلي دي. لوبډل مشر اصغر ستانکزى په ٦ او حشمت الله شهيدي په ٩ منډو ولاړ دي. هوتک وویل، چې نن په دویمه ورځ ملي لوبډلې خپله لوبه پیل کړه، نو اصغر ستانکزی په ۲۴ او محمد نبي په ۱۷ منډو وسوځیدل. خو حشمت الله شهیدي او میرویس اشرف په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې تر ۳۱۷ ورسوله او دغه راز افغانستان تر هالنډ ۱۹۵ منډې مخکې شو. شهیدی ۸۳ او میرویس ۴۲ منډې جوړې کړې. د هالنډ لوبغاړو په دوویم اننګز کې هم د افغان لوبغاړو د ښې توپ اچونې مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۹ منډو وسوځیدله، دغه راز افغانستان دا لوبه په یو اننګز او ۳۶ منډو توپیر سره وګتله. دغې بریا سره افغانستان ته ۲۱ نومرې ورکړل شوې چې تر څلورو لوبو وروسته یې ټولې نومرې ۶۱ شوې او د نومرو په ډول کې یې لومړی مقام واخیست، ایرلینډ په دریو لوبو کې ۶۰ نومرو سره دویم او هالنډ ۴۶ نومرو سره دریم مقام لري. که هره لوبډله دا ځل دانټرکانټنینټال کپ وګټلو، نو هغه د ټسټ دریځ ورکول کیږي. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • غنى: د کورنيو تولیداتو لپاره بايد لومړیتوب ومنو

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې لومړی جامع جومات جوړېږي

  • ښرنه (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۵): د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو او تر څنګ یې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یادې ولسوالۍ یوه اسېدونکي نیازي د چنګاښ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد جامع جومات د اسلامي مسوولیت له مخې او د قومي مشرانو په غوښتنه پر یو جریب ځمکه په دوو پوړونو کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړوي. هغه زیاته کړه چې له دې مخکې په دې ولسوالۍ کې د جعمې او اختر د لمونځونو د ادا کولو لپاره جامع جومات نه و. د مټاخان يوه بل اوسېدونکي سلام خان وويل چې تر دې دمه دولت یا هم د حج او اوقافو رياست په دې ولسوالۍ کې نه کوم جومات جوړ کړی او نه یې هم په اړه کوم اقدام کړی. هغه زياته کړه چې د دغه دوه پوړیزه جامع جومات لګښت چې لس میلیونه افغانۍ کېږي، خپله خلک ورکوي. سلام پژواک ته وویل: ((پنځه ميليونه افغانۍ زه شخصي دې مسجيد ته ورکوم او په نورو مسلمانانو هم غږ کوم چې د دې مسجيد په جوړولو کې ورسره برخه واخلي.)) د پکتیکا یوه مدني فعال مدثیر هم پژواک ته وويل چې دغه جومات ته ځمکه د سیمې د خلکو له لوري وقف شوې او پيسې هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي. د مټاخان ولسوال عزيزالله حيايي هم د سيمې له خلکو مننه وکړه چې په ولسوالۍ کې یې د جومات جوړولو اقدام کړی دی. هغه د کوچيني اختر د لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې پر سوله او امنيت ټينګار وکړ او د سيمي له خلکو يې وغوښتل چې له افغان دولت سره خپله همکاري زياته کړي او د دولت مخالف وسله وال طالبان دې د سولې مېز ته وهڅوي. د يادونی ده چې د پکتيکا په جامع جومات سربېره د دغه ولايت په ډېری ولسواليو کې د کوچني اختر لمونځ په ارامه فضا کې ترسره شو. د يو بل خبر له مخي چې د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ملي امنیت څلورو منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې نن سهار د ملي امنيت پر کار کوونکو د ماين چاودنه شوې چې په کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي خو امنيتي مسوولينو په رسمي ډول د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د هند لومړی وزیر هرات ولایت ته ورسېد

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د "ټاپي د عملي کېدو ارزښت" لومړی کنفرانس جوړېږي

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها