Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «فابریکې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

پاکستان ته د کباړ اوسپنې قاچاق ډېری فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې دي

  • جلال اباد (پژواک، ٢٢ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست مسوولين وايي چې د ولسمشر د فرمان خلاف اوس هم کباړ اوسپنه په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي چې له امله يې د اوسپنې ويلي کولو کورنۍ فابريکو ته خنډونه او ستونزې جوړې شوې دي.د ياد رياست د معلوماتو له مخې، که د دې چارې مخه ونه نيول شوه، په ننګرهار کې د اوسپنې ويلي کولو شپږو فابريکو د سقوط لامل کېدلی شي او امنيتي ارګانونه يې په دې برخه کې پاتې راغلي وبلل. د ننګرهار ولايتي شورا هم وايي چې کباړ اوسپنه د تورخم له لارې په لاريو او بندو کانټينرونو او د لعلپورې ولسوالۍ له لارې په وړو ډاډسن موټرو کې پاکستان ته لېږدول کېږي. د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېرعالم امله وال وايي چې اوس هم په دغه ولايت کې د اوسپنې د کباړ د قاچاق مخنيوي په اړه د ولسمشر فرمان نه دی تطبيق شوی او اوسپنه په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي. هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې برخه کې امنيتي ارګانونه په پاتې راتلو تورنوي او وايي، که مخه يې ونه نيول شي نو دلته د اوسپنې ويلې کولو څلور فابريکې به ورسره سقوط شي. د سوداګرۍ او صنايعو رييس زياته کړه: ((موږ نور خام مواد نه لرو، ننګرهار کې د اوسپنې ويلي کولو څلور فابريکې دي، همدا کباړ اوسپنه يې خام مواد دي، که دا هم قاچاق شي؛ نو پر فابريکو شوې پانګونه بې ځايه ده.)) په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونه هم پاکستان , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها