Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «عوامل» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

څو عوامل چې په افغانستان کې نرۍ رنځ په وژونکي ناروغۍ بدلوي

  • نری رنځ، سیل یا توبرکلوز دنړۍ یوه عامه خپریدونکې ناروغي ده. د نړۍ دریمه برخه نفوس د نرې رنځ په مکروب یا mycobacterum tubercolosis اخته دی، چې دبدن د معافیت دکمزوریدو او ځینو نورو حالتونو کې کیدای شی ناروغي رامنځته شي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په ۲۰۰۹ میلادې کال ددي ناروغۍ ۹،۴ میلیونه پېښې ثبت شوې او د۱،۷ میلیونه انسانانو ژوند ېې اخستی دی. دنرې رنځ ناروغي زیاتره په هغو اشخاصو کې راڅرګندېږې چې نا مناسبه ژوند لرې لکه په خوارځواکۍ اخته کسان، بې کوره او بې ځایه شوې خلک او هغه وګړې چې په ډیره ګڼه ګوڼه او نا مناسبه کورونو کې ژوندکوې. له بده مرغه چې زموږ هیواد له هر لورې ددی ناروغۍ لپاره مناسب دی. پخوا داسي فکر موجود و چې نری رنځ درغیدو نه دی او یا هم رغیدل ډیر ستونزمن او ډیرلګښت ته اړتیا لرې خو نن سبا د هیواد په ډیروروغتیاېې مرکزونو کې ددي ناروغۍ دتشخیص لپاره دبلغمو دمعاینې، د پوټکې ټسټ او عکس اخستلو اسانتیاوې شته او درمل ېې ان دغرونو په کلینیکونو کې هم پیدا کېږې. د هیواد په هر روغتیایې مرکز کې دنرې رنځ تشخیص او درملنه په وړیا توګه ترسره کېږې، خو دټولو امکاناتو سره سره اوس زموږ روغتیاېې سیستم له نوو ستونزو سره مخ دی چې ددي ستونزو په راپیدا کیدو کې هم ټولنه او هم روغتیاېې کار کوونکې رول لرې. دغه ستونزې ددرمل, ...ادامه مطلب

  • مزارشریف کې د "توندلارۍ" د عواملو او مخنيوي په تړاو کنفرانس پيل شو

  • مزارشريف (پژواک، ۱۸ وری ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د"توندلارۍ" د عواملو او مخنيوي په تړاو علمي کنفرانس پيل شو. په کنفرانس کې چې له همغږۍ او سولې سره د همکارۍ موسسې له خوا د وري په ۱۸مه په مزارشريف ښار کې پيل شو، لسګونو ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او محصلينو په کې برخه اخيستې ده. د يادې موسسې سلاکار او د دغه کنفرانس سمبالوونکي کنشکا راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کنفرانس د"توندلارۍ" د عواملو د څېړلو او د مخنيوي د لارو چارو د په ګوته کولو په موخه پيل شوی چې سبا به پاى ته ورسېږي. نوموړي زياته کړه، په کنفرانس کې د ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو له بحث څخه وروسته د کنفرانس پايلې په ډاګه کېږي. د بلخ ولايت د حج او اوقافو رييس محمود دانشجو چې په دغه کنفرانس کې برخه اخيستې وه، پژواک ته يې وويل چې په افغانستان کې له دين څخه د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي. نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې ځينې خلک داسې هم شته، چې له دين څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي. يو شمېر کړۍ هغو مسئلو ته اعتدال وايي، چې د دوی په ګټه دي، که نه يا به تفريط ګڼل کېږی او يا افراط.)) د بلخ ولايت ديني عالم مولوي سيد محمد عارف  وزين د يادې کنفرانس په څنډه کې پژواک ته وويل، چې انتحار په اسلام کې هېڅ ځای نه لري، ځان وژونکي بريدونه د سياسي ګټو لپاره کېږي او هېڅ ديني تړاو نه لري. نوموړي يادې مسئلې ته د ځوانانو د پام ور اړولو لپاره د ورته کنفرانسونو پر جوړولو ټينګار وکړ. د مدني ټولنې فعالې شکريې ساپۍ وويل، دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د ديني پوهې او سياسي شعور په پياوړتيا کې اغېزمن تمامېدی شي. نوموړې زياته کړه، که چېرې دولت او عام خلک د ورته پروګرامونو له لارې سره نږدې شي، نو د توندلارۍ رنګ به هم پيکه شي. د ياد کنفرانس سمبالوونکي کنشکا وويل، دغه ډول پروګرامونه به په ۳۴ ولايتونو کې جوړ کړي چې هر پروګرام ته به يې يو بهرنۍ ديني عالم هم رابلل کېږی. د ده په خبره، سبا به د بلخ په کنفرانس کې يو مصری ديني عالم برخه واخلي او کنفرانس ته به وروستۍ وينا وکړي. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • " حکومت له اروپايي هېوادو سره د کډوالۍ د عواملو د منځه وړو په يوه پروګرام کار کوي"

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها