Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «شارجه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

افغان لوبډلې په شارجه کې ریکارډ جوړ کړ !

  • د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او میلمه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې زیمبابوې ته په ستر توبیر سره ماتې ورکړه. په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د رحمت شاه زرمتي د سلیزې ۱۱۴، نجیب الله ځدران د ۸۱ ناسوځیدلو، احسان الله جنت د ۵۴، شهزاد محمدي د ۳۶ او ناصر جمال د ۳۱ منډو جوړولو سره ټولې ۳۳۳ منډې جوړې کړې، چې د زیمبابوې لوبډله یې په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ شوه او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو جوړولو وتوانیده او افغان لوبډلې ته یې د ۵ سیالیو سیریز په لمړۍ لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپیر سره ماتې ومنله. د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې راشد خان ۴، مجیب ځدران ۲، محمد نبي، رحمت شاه، ګلبدین ناییب او دولت ځدران یو یو لوبغاړی وسوځول او د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم رحمت شاه زرمتی وټاکل شو. رحمت شاه زرمتي ۱۱۴ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره ولوبغاړی اعلان شو افغان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د خپلو زیاتو منډو ریکارډ هم ثبت کړ، چې د ویسټ انډیز نه وروسته یې پنځم ځای خپل کړی. د شارجه کرکټ لوبغالی د کرکټ په تاریخ کې د هغه میدانونو په سر کې ځای لري، چې تر نورو زیاتې سیالۍ ورباندې ترسره شوي دي، چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ سیالۍ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها