Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «سینې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د سینې د سرطان په اړه؛ هر ښځې او سړي ته ضرور معلومات

  • د سینې سرطان یوه داسې ناروغي ده چې هر کال زرګونه افغان میندې وژني. که څه هم په وروستیو کې د طبابت پر پرمختګ سره د سینې د سرطان ناروغي وژونکې نه ده او تر ډیره د درملنې وړ ګرځیدلی، خو دا په هغه صورت کې چې یوه ښځه پرې زر پوه شي او زر تر زره ډاکتر ته مراجعه وکړي. له همدې کبله ډاکتران سپارښتنه کوي چې ښځې دې هر وخت خپلې سینې خپله وګوري او که غیرې طبیعي څه ورته په کې ښکاره شي، زر تر زره دې ډاکتر سره خبرې وشي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په بریتانیا کې د لیموانو په وسیله یو کمپاین له زرګونو ښځو سره مرسته کړې چې زر تر زره د سینې د سرطان نښې خپله ځان کې معلومې کړي. په دې اړه په نړۍ کې د سیني د سرطان په اړه د پوهاوي د کمپاین په ترڅ کې د لیمو دا عکسونه ډیر عام شول. په دې عکس کې د هګیو په یو باکس کې د لیمو دانې اېښودل شوي چې په کې د سینې د سرطان سره مشابهې بېلابېلې نښې ښودل شوي. دا چې د سینې سرطان په افغانستان د سرطان یو ډیر عام ډول دی، نو دا ژوند ژغورونکی پیغام او عکس باید هره ښځه او ان سړی وګوري، او په دې اړه پوه وي. د لیموانو د عکس په وسیله ددې کمپاین رامنځ ته کونکې کورین بیومونټ (Corrine Beaumont ) چې په نړۍ کې د سینې دسرطان مخکښه کمپاینره ده، وايي، د لیموانو په وسیله ددې ناروغیو د نښو ښودل تر ټولو اسانه لاره ده, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها