Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «سیالي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

بغلان کې د حسن قرائت سیالي ترسره شوه

  • پلخمري (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): په بغلان کې د لسګونه ښځینه او نارينه قاریانو تر منځ سیمې ته د سولې د راتګ په موخه د تلاوت سیالي ترسره شوه. د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د حسن قرائت سیالي چې د ښځو چارو ریاست له خوا تنظیم شوې وه،  په کې ۸۰  ښځینه او نارینه قاریانو برخه لرله چې قاري بې بې سعیدې په کې لومړی مقام وګاټه. د ښځو چارو ریاست ریيسې خدیجه یقین وویل چې غونډه یې د سولې پیغام رسولو په موخه جوړه کړې ده. هغې وويل: ((هدف مو سوله ده او دغه راغونډ شوي کسان هم سوله غواړي؛ ځکه موږ سولې پسې ګرځو خو موندلی یې نه شو.)) دغه راز د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم وویل چې قران کریم را ته د سولې  سبق راکوي او موږ سوله غواړو خو د دولت ضد وسله وال سوله نه پېژني. والي وویل: ((د دولت له وسله والو مخالفينو سره سوله کول له زهرجنو حشراتو سره د سولې کولو په معنى ده او له زهرجنو حشراتو سره سوله په مارانو باور کول دي.)) همدارنګه مولوي احمد فرید فروتن پژواک ته وویل: ((د علم زده کړه په نر او ښځه فرض ده خو په اوسنیو شرایطو کې چې، هر لور ته حملې دي په دغه ډول شرایطو کې لومړی د ژوند خوندیتوب مهم دی.)) هغه وویل چې له یوې خوا د افغانستان دښمنانو او بلخوا په نظام  کې شته  فساد د سولې بهیر له خنډ  سره مخ کړی دى. ده زياته کړه، تر هغه چې حکومت  له مفسدو کسانو خلاص شوی نه وي، سوله  نا شونې ده. په بغلان ولایت کې د سولې تر س, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها