Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «سرپرسته» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

کندهار کې بې سرپرسته مېرمنې له دولته کار غواړي

  • کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶): کندهار کې ګڼې هغه مېرمنې چې جګړو بې سرپرسته کړې دي، د کار په لټه دي.لسګونه دغه مېرمنې وايي، جګړو او د ژوند نورو ناخوالو ځپلې، د اولادونو او کورنۍ نفقه ور له غاړې ده او دغه حالت سوال او د نورو په کورونو کې کار کولو ته اړې کړې دي. هغوی له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې په دولتي ادارو کې یې پر دندو وګوماري. ۳۶ کلنه صایمه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې ده، دا چې د ماین یوې چاودنې ورڅخه خاوند اخیستی وايي، د درېیو اولادونو مور ده خو د هغوی د مړولو توان نه لري. دا وايي، دغه حالت اړ ایستې چې کار وکړي خو کار نه ورته پیدا کېږي او په ډېره ګرانه د خپلو اولادونو کفالت کوي. نوموړې غوښتنه کوي چې ولایتي اداره دې د هغوی ژوند ته پام وکړي، دوی ته دې کار ومومي څو له بدمرغۍ وژغورل شي. په ورته توګه نسیمه یوه بله مېرمن ده چې د کار په لټه ده او کار نه ورته پيدا کېږي. دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، د خاوند نشتوالي او د اولادونو مسوولیت سوال کولو ته اړه کړې خو دا نه غواړي چې سوال وکړي. هغې پژواک اژانس ته وویل، څو ځلې یې د شتمنو خلکو په کورونو کې د ډېرو کمو پیسو په بدل کې کار پیدا کړی خو ژر یې له لاسه ورکړی. خو دا غواړي په یوې دولتي اداره کې کار وکړي چې اوږدمهالی وي او وکولای شي له دې لارې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړي او د زده کړو غم یې وخوري. دا یوازې همدا دوې مېرمنې , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها