Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «سازمانونه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

غني: نړيوال ترهګر سازمانونه په افغانستان کې د جګړې ددوام لامل شوي

  • کابل (پژواک،۲۷مرغومی۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نړيوال ترهګر سازمانونه او له پولې هاخوا جرمي ارګانونه، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شوي دي. ولسمشر غني دغه خبرې نن په ارګ کې "د سولې په اړه د مدني ټولنې، ځوانانو او مېرنو د ملي مشورتي کنفرانس" د پاى په مراسمو کې په داسې حال کې چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه کابو ۸۰۰ځوانانو، مېرمنو او د مدني ټولنې غړو په کې ګډون کړى و، وکړې. نوموړي وويل چې جګړه بېلا بېل اړخونه لري، يو اړخ يې له سيمې هاخوا دی، چې د نړۍ ترهګرو سازمانونو افغانستان په نښه کړی او دغه جګړه د افغانستان نه، بلکې پر افغانستان جګړه ده. هغه زياته کړه، له پولو هاخوا ترهګر بنسټونه چې له افغانانو سره يوه ذره علاقه هم نه لري، يواځې غواړي د افغانستان له خاورې څخه ناسمه استفاده وکړي، ځکه دوی له څو هېوادونو څخه را تېرېږي، افغانستان ته راځي او افغانان وژني. ولسمشر دغه راز په هېواد کې د پولې هاخوا جرمي بنسټونو فعاليتونه د افغانستان لپاره بله ستونزه وبلله او ويې ويل چې اوسمهال په جرمي سوداګرۍ او نشه يي توکو په تجارت کې سلګونه ميليارد ډالره په دوران کې دي. د غني په وينا، په افغانستان کې د ترياکو ټول ترلاسه شوى عايد، ۱.۲ميليارد ډالر دى، خو که په افغانستان کې د دوو کلونو لپاره سوله تامين شي، يواځې له هلمند څخه په مشروع ډول څلور ميليارد ډالر عوايد ترل, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها