Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «روغه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

نغمه وايي خلکو مې د مرګ اوازه خپره کړې خو زه روغه جوړه یم

  • وتلې افغان سندرغاړې نغمه وايي، ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې ددې د مرګ اوازه خپره کړې چې ګوندې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوې ده. نوموړې چې له اږوده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه راڅرګنده شوه وايي” په میډیا او یوټیوب کې په دې وروستیو کې یو دروغ خبر خپور شوی چې ګوندې زه په یوه ترافیکې پېښه کې په حق رسیدلې یم.“ نغمه وايي ددې خبر له خپریدو وروسته ورته ډیر ټیلفونونه او پیغامونه استول شوي او ددې دوستان او مینه وال یې اندېښمن کړي دي. هغې خپلو ټولو خواخوږو ته ډاډ ورکړې چې هیڅ حادثه ورته نه ده شوې او روغه جوړه ده. نوموړې همدارنګه ویلي چې د بوختیاوو له کبله فیسبوک کې ډیر حضور نه لري او له خپلو مینه والو یې له دې کبله هم بښنه غوښتې. نغمه د افغانستان نامتو سندرغاړې ده چې سندرې یې زیات مینه وال لري. له دې ځایه ددې لیکنې شریکول مه هیروئ: له فیسبوک تبصرې تبصرې , ...ادامه مطلب

  • د مشواڼي او دراني روغه وشوه

  • کابل (پژواک، ۲٨ ورى ۹۵): په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني څخه بښنه وغوښته. د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي د وري په ٢٥مه د جرګې په عمومي ناسته کې وروسته له هغه، چې خبرې يې له ټاکلي وخت زياتې شوې او مايک پرې بند شو، د جرګې منشي عرفان الله نايب يې له ګرېوانه کش کړ، وروسته په چټکۍ د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني خوا ته ورغى، د هغه د مېز پر سر اېښودل شوې نوم پاڼه يې د وزير پر لوري وويشتله. ولسي جرګې نن د وري په ٢٨مه، پرېکړه وکړه چې سخي مشواڼى تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د جرګې په غونډو کې ګډون نه شي کولى. بل خوا نن تر غرمې وروسته د يو شمېر سياسي مشرانو او د ولسي جرګې د لسګونو وکيلانو په ګډون د روغې جوړې يوه جرګه د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني په کور کې جوړه شوې وه. په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجنيرمحمد خان، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار، د حزب اسلامي کابل ګوند مشر او د اقتصاد پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پخوانۍ او اوسنۍ کابينې يو شمېر وزيرانو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو ګډون درلود. په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهراده شاهد د کونړ د خلکو په استازيتوب د کليو او پراختيا له وزير څخه بښنه وغوښته او د سخي مشواڼي کړنه يې يوه تېروتنه ياه کړه. نوموړي د دې غونډې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د کليو او پراختيا وزير يې په خپلو چارو کې بريالى وزير وباله. په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان وويل، که افغانان پرېښودل شي، نو کولي شي  چې داسې مسايل د جرګو او مرکو له لارې حل کړي. هغه د غونډې پر جوړېدو خوښي وښوده  او ټينګار يې وکړ، چې دغسې کړنې بايدپه راتلونکي کې تکرار نه شي. د مشرانو جګې مشر فضل الهادي مسلميار وويل : ((زه د مشرقيوالو په استازيتوب له دراني صيب څخه بښنه غواړم ، هغه د حزب اسلامي او لوګر نه، بلکې د ټول افغانستان وزير دى.)) د غونډې په پاى کې سخي مشواڼي او د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني يوبل ته سره غېږه ورکړه او روغه جوړه يې وشوه. تر يادې غونډې وروسته دکليو پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد دراني په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې له جهادي مشرانو ، وکيلانو او په ځانګړې توګه د کونړولايت له قومي مشرانو او استازومننه کړې، چې دا جرګه يې جوړه کړه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها