Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «رسیدلی» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

دملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته رسیدلی

  • کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو لوړ پوړی پلاوی په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی دی. د ملي یووالي حکومت یوې سرچینې د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پلاوی نن تر غرمې وروسته کابل ته رسیدلی دی. سرچینې زیاته کړه، چې راغلی پلاوی به ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د ملي شورا غړو، سیاسیونو او د ښځوله استازو  سره ګوري. د حکومت دغې سرچینې وویل ، چې  په دې وروستیو کې دامنیت شورا اندیښنې زیاتې شوې وې او اوس هغوی غواړي چې دافغانستان حالات له نږدې څخه و څیړي. د امنیت شورا دا پلاوی په داسې حال کابل ته راغلی، چې څو ورځې مخکې دامریکا دملي امنیت سلاکار مک ماسټر په نیویارک کې د  امنیت شورا ۱۵ غړو  ته دافغانستان دحالات او  د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د ناسمې همکارۍ په اړه معلومات ورکړي وو. دامنیت شورا ددې میاشتې رییس د قزاقستان سفير څو ورځې مخکې افغانستان ته د دې پلاوي د سفر خبر ورکړی و. ه ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفير او د امنيت شورا دوره يي مشر کايرات اوماروف پرون په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، دا ډېره مهمه ده چې د امنيت شورا غړي له نږدې څخه د افغانستان له حالاتو ځان خبر کړي. د قزاقستان سفير چې د روانې مياشتې لپاره د امنيت شورا مشري پر غاړه لري ويلي، غواړي چې د افغانستان له اړتياوو او غوښتنو څخه  خبر شي . دسیاسي چارو کارپوه ج, ...ادامه مطلب

  • د شپږیزو ماسټر په بیګ باش کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی !

  • د کرکټ نړۍ پياوړی توپ وهونکی او د شپږیزو ماسټر ویسټ انډیزی کریسټپر هینري ګیل د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. د پاکس سپورټز ڼړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کریس ګیل، چې د کرکټ په ډګر کې د توپ وهنې یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي، په دغه لیګ کې به د ملبرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه ولوبیږي. د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلو کې د کرکټ پیاوړو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس وي، چې دا ځل پکې د افغانستان څخه هم دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی دی. د ملبرن رینیګیډز هغه لوبډله ده، چې پکې د اسټرالوي لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، ویسټ انډیزی ډیرن براو هم لوبیږي او اوس یې د ملاتړ په موخه کریس ګیل هم ور ورسید. کریس ګیل د بیګ باش په تیر پړاو سیالیو کې اسټرالوۍ ژورنالیستې ته د سپکو خبرو په کولو سره په دغه لیګ کې د سیالیو بندیز سره مخ شوی و، خو یو ځل بیا دغه لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. ګیل او هغه استرالیاوۍ خبریاله چې ده ورته بدې خبرې کړې وې ویسټ اڼدیزي کریس ګیل په دې وروستیو کې د بنګله دیش کرکټ پریمیر لیګ سیالیو په وروستۍ لوبه کې د ۱۶ شپږیزو په ترسره کو, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها