Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «راښکونکي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د ښه او راښکونکي لکچر ورکولو لپاره ۱۳ مهم ټکي

  • ژباړه: غازي عابد ۱- له پیل نه را راجلبول. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ د یوه نوي لکچرر لپاره په لومړیو پنځو دقیقو کې دا طلايي چانس دی چې باید زده کوونکي ځان ته جلب کړي او ویې ساتي. لومړی مو ځان ورمعرفي کړئ، د لکچر اهداف مو ور واضح کړئ او د پایلې یادونه هم وکړئ چې په داسې یوه ښه پایله به لکچر پای ته رسوو، که چیرته مخاطبین همداسې له ځانه سره علاقمند وساتې، نو تر اخره درسره پاتې کیدای او کیښناستلی شي. ۲- هڅوونکي مواد راټولول. د موضوع په پيل یا معرفت کې باید ډیر هڅوونکي، جلبونکي، حییرانوونکي، چیلنجونکي او هیلې ورکوونې معلومات وړاندې شي. یعنې کله چې موږ په ښو او غوره زړه راښکوونکي ډول سره پيل وکړو، نو د لکچر پيل دومره جالب شو چې هر یو به هڅه کوي څو په توجه یې تر وروستیو واوري. ۳- هر چوکاټ ته مناسبه پایله په نظر کې نیول. کله چې لکچر ورکوئ، نو که کومه برخه یې پای مومي، باید متوجه اوسئ چې د همدې برخې لنډه پایله ورته ووایاست، خو دا پایله مو باید داسې وي چې په لنډو کې همدا یوه برخه نوره هم تشریح کړی شي او تکرار هم شي. ۴- جوړښت یې خورا ضرور دی. د لکچر ورکوونکي لپاره د یوه ښه پلان درلودل ضرور دي. باید د محتوا، جوړښت او موادو په تسلسل سره، وړاندې کولو کې خورا دقیق اوسې. یعنې مخکې له دې چې لکچر پیل کړې، باید دا هر څه ,راښکونکي ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها