Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «راپورته» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د محکومو پښتنو له راپورته شوي غږ، د پاکستان د ویش بوی ځي

  • لیکنه: زاهد صدیقي ولې پښتونخوا د ترورېزم، د جګړه مارو، قاچاقچیانو، وسلو پلورونکو، قاتلانو، د تمدن ضد او د ښوونځیو سوزوونکو “ځاله” ده؟ولې د دې ځالې په اور کې هره ورځ بې شمیره بې وزله، بې سواده او پښتانه په بیلابیلو نمونو سوځي او وژل کېږي؟ دا اور چا بل کړی؟په پښتونستان کې د پاکستان فډرالي هېواد تل کورنی کړکېچ غواړي، ترڅو د پښتونستان پښتانه له خپلمنځي ستونزو سر راپورته نه کړي او د پاکستان په سیاسي جوړښت کې له پنجابیانو سره سیال نه شي.پاکستان غواړي، چې دغه پښتانه تل ذلیل، خوار، محرومه او د سیاست له کړۍ بهر وي، خپله هره ناوړه کړنه د دوی په نوم خلاصه کړي.پاکستان دننه له یوې خوا د بیلتون غوښتونکو له ډلو سره لاس او ګریوان دی او له بلې خوا د اکثریتو لپاره د پاکستان په سیاسي نظام کې د پنجابیانو د ډېرې برخې لرل د زغم وړ نه ده. د ځینو کارپوهانو په اند، په دې برخه کې پاکستان د خپل سیاسي وحدت د ساتلو په موخه تل خپل ځواکمن او قوي استخبارات کارولي.ګومان کیږي که چیرته پښتانه خپل غږ همداسې اوچت وساتي او تر څنګ یې بلوڅان هم راپورته شي، سخته به وي چې پاکستاني استخبارات یې مخه ونیسي. په خیبر پښتونخوا کې، چې نږدې ۱۸ میلیونه پښتانه میشت دي، بیلتون غوښتونکي او خپلواکي غواړي.په ورته وخت کې په بلوچستان کې د بلوڅانو شمېر (۶۰) او د پښتانو (۴۰) سلنه اټکل کېږي، له نورو قومونو څخه مخکې د بیلتون او خپلواکۍ چیغې و, ...ادامه مطلب

  • د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې؛ د نبي او راشد خان پرلپسې راپورته کیدل

  • د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د بالرانو په لیست کې دویم مقام ته رسیدلی دی. افغان لوبغاړی راشد خان په وروستیو دریو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ نړیوال جام د غواراوي سیالیو څخه را وروسته ورځ تر بلې په نړیوال کرکټ کې ځلیږي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ نوموړی د خپلې کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د کرکټ په نږدې ټولو مشهوره تجارتي لیګونو د اسټرالیا په بیګ باش، د هندوستان په آي پي ایل، د بنګله دیش په بي پي ایل، د ویسټ انډیز په سي پي ایل، د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبیدلی دی او د پاکستان د پي اس ایل سیالیو کې هم د لوبیدو په موخه نیلامۍ ته وړاندې شوی دی. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو د بالرانو په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان د پاکستاني عماد وسیم څخه وروسته دویم خو هندي جسپریټ بومرا څخه پخوانی دویم ځای خپل کړی دی. د بالرانو په دې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان عماد وسیم د ۷۱۸ پواینټونو په درلودلو لمړی، افغان راشد خان د ۷۱۷ پواینټونو په درلودلو دویم، هندی تیز بالر جسپریټ بومرا د ۷۰۲ پواینټونو په درلودلو دریم مقام خپل کړی دی. همدا راز په دې , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها