Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «دخپریدو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د سپین زیړي یاهپیټایتس سي دخپریدو او مخنیوې لارې چارې

  • په نړۍ کې ۷۱ میلیونه وګړې پدې وژونکې او سارې ناروغۍ اخته دي او هر کال د۳۹۹۰۰۰ کسانو دمړینې لامل کېږې. سپین زیړی تر ډیره حده دانسان د ویني پورې تړلی ویروس دی، چې په خپریدو کې ېې خپله انسان او زیاتره طبې کارکوونکې رول لرې او همدوی له زیات ګواښ سره هم مخ دي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دخپریدو لارې ۱: د ستنو یا پیچکاریو لاره: هغه معتادین چې له شریکو ستنو کار اخلې او یا هم هغه روغتیاېې کار کوونکې چې په یوه ستنه څو ناروغانو ته ستني کوې. ۲: دطبې سامان الاتو لکه پل، قیچې، پنس او د غاښونو د ډاکټرانو سامان الات چې په سمه توګه پاک او تعقیم نشي. ۳: د ویني او هغي د محصولاتو دتیرولو دلارې. ۴: د منتني یا په میکروب اخته مور څخه نوې زېږېدلې ماشوم ته ( په کمه توګه). ۵: جنسي اړیکې: هغه کسان چې له ناروغو کسانو او یاهم له څو کسانو سره جنسي اړیکې لرې په ناروغۍ داخته کیدو چانس لرې. دغه ویروس دتې ورکولو، خوړو، غیږ کې نیولو، مچې کولو او یو ځای اوسیدلو له لارې نه خپریږې. هغه وګړې چې له ډیر ګواښ سره مخ دي ۱: هغه معتادین چې ستني وهي یانې دپیچکاریو نشه کوې. ۲: هغه ناروغان چې زیات وخت ویني او دویني محصولاتو ته اړتیالرې. ۳: هغه کوچنی چې له ناروغې مور څخه زیږې. ۴: هغه خلک چې له ناروغو کسانو او یا هم له څو کسانو سره جنسي اړیکې لرې. ۵:, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها