Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «داخلېدو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د احوالو او نفوسو ثبت ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازې، کاري چارې ځنډولې

  • کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): د کابل په ډېرو سيمو کې د زلزلې د سخت ټکان له امله د احوالو او نفوسو د ثبت ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازه هم خپره شوې وه، چې له امله يې سلګونه مراجعين له يادې ادارې وتښتېدل. نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې کابل کې د زلزلې له امله ډېر شمېر سيمې ولړزېدې، خو د احوالو او نفوسو په اداره کې په دې کار سره جلا پېښه رامنځته شوې، چې يادې ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازه وه. د يادې پېښې يوه عيني شاهد او ادارې مراجعه کوونکي علي خان شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ځمکې په لړزېدو سره ناڅاپه وويل شول چې ځانمرګى داخل شوى او خلک هم هر لوري ته وتښتېدل." هغه زياته کړه: "زه هم وتښتېدم او د ادارې له دروازې بهر ووتم، خلکو ته مې پام شو چې ټول منډې وهي او پر سرک سرګردانه ګرځي." د يادې ادارې يوه بل مراجعه کوونکي وويل، د ځانمرګي د داخلېدو له ډاره يې په ډېره بيړه منډه وکړه، خو سرک ته له رسېدو سره يې پام شو چې موبايل يې ترې غورځېدلى او ورک دى. د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وويل: "د احوالو او نفوسو ثبت ادارې ته د ځانمرګي بريدګر د داخېلدو اوازه د خلکو د ډار لامل شوې او ټول خلک له يادې ادارې تښتېدلي دي." د هغه په وينا، له همدې امله د يادې ادارې يو شمېر مراجعين ټپيان شوي، خو ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي. يوې باخبره سرچينې وويل، له يادې پېښې وروسته د احوالو او نفوسو د ثبت ادارې د, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها