Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «خپګانه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

له ستریس او خپګانه د وتلو څو لارې

  • د نړئ مشهور ارواپوه ډاکټر اليکس کارل وينا ده: ”که ځينو خلکو خپګانونه نه ول زغملي، نو هغوی به په ځوانۍ کې د مرګ خولې ته لويدلي ول.“ په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ ليدل کېږي چې ډېر کله  خلک له خپګانونو سره مخ کېږي،که لږ فکر وکړو، نو معلومېږي چې په دې خپګانونو کې ډېرې خواشينۍ داسې وي، چې زموږ د لږې پاملرنې له امله په اسانۍ سره له منځه تلای شي، ځکه چې دا يو ډول مصنوعي خپګانونه وي، کوم قوي بنسټ نه لري، ګڼ شمیر دا مصنوعي خپګانونه د ځان لپاره يو عذر بولي، چې له دې سره ورته د معدې ناروغي هم پيدا کېږي. زه اوس تاسې ته په امريکا کې د يوې خپرندويه ټولنې د مشر ليون شکن کيسه کوم، هغه دغه کيسه په خپله ژبه داسې بيان کړې ده: ” پينځلس کاله زما د کار بڼه دا وه،چې د هر کار لپاره به مې نيمه ورځ په ناستو او بحثونو تېروله،چې موږ بايد څه وکړو او څه ونه کړو؟ په دې بحثونو به زموږ ډېر وخت ضايع کېده او پر خپلو څوکيو له ناستې پرته مو هېڅ پايله نه شوه تر لاسه کولای، ماښام به همداسې خپلو کورونو ته ستنېدو،ما داسې فکر کاوه، چې ټول عمر به مو همداسې روان وي، ما داسې نه انګېرله ،چې پر دې سربېره نورې لارې چارې هم شته، ډېره موده وروسته د خپل نيمګړي فکر د رغونې په لټه کې شوم، څو کاله وروسته باالاخره په دې وتوانېدم، چې خپله لار بدله کړم، اته کال, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها