Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «خپرونو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

څنګه کیدای شي چې د تلویزوني خپرونو ښه چلونکی او پریزنیټر شو؟

  • • لیکنه: چینټیلي نیکولیس• ژباړه او زیاتونه: غازي عابد کرایزس زوله هشاتسي، د ټلویزیون د پریزنټرۍ ځینې عمومي غوره او مهمې مشورې درسره شریکوي. زوله هشاتسي په ډیرو ټلویزیوني رسنیو کې کار کړی او ورسره بشپړه تجربه لري. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دلته یې ځینې هغه تجربې درسره شریکوو، چې یو نوی پریزینټر یا وړاندې کوونکی یې باید په نظر کې ونیسي، خصوصاً هغوی چې علاقه لري پریزینټر شي: ۱- څه چې کوې مینه ورسره لره.دا ډیر بې خونده او بد کار دی چې یو کار ترسره کوې، خو په مینه یې نه کوې، یعنې مینه ورسره نه لرې. ځکه که مینه ورسره ونه لرې، باید هغې دندې ته د دندې په حیث ونه ګورې. نو که له پریزینټرۍ سره دې مینه نه وي، بیا یې نه شې ترسره کولی. یعنې له کار سره مینه خو د ژوند په ټولو چارو کې ضرور ده. ۲- دندې ته باید احترام ولرې.ځینې خلک له دې دندې (پریزینټرۍ) سره یوازې ددې لپاره ځان جوړوي چې ډیر شهرت ترلاسه کړي. خو دا شهرت دایمي نه وي. ځکه که ته شهرت غواړې او خپلې دندې ته د سمې دندې په حیث نه ګورې، نو دا به دې وظیفې ته ستره بې احترامي وي. په ټلویزیوني پریزنټرۍ کې که هغه د خپرونو، خبرونو، شوګانو او نور هر څه وي، چې په پوره احترام سره ور داخل نه شئ، هیڅکله به یې ښه ونه شئ کړی، ځکه چې ذهناً درته دا کار کوم نیږدې قت او احترام نه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها