Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «خانان» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

خانان ترې خپه دي؛ خو دا ورسره د فلم جوړول غواړي

  • د بالیووډ مغروره او سپین ګويه جینۍ کنګنا راناوټ غواړي، چې د بالیووډ د باچا شارخ خان او سوپرسټار سلمان خان سره فلمونه جوړ کړي.دې چې یو وخت به يې ویل، د خپلې کامیابۍ لپاره خانانو ته اړتیا نه لري؛ اوس د پرله پسې ناکامیو وروسته غواړي د سلمان خان او شارخ خان سره ګډ کار وکړي.کنګنا راناوټ چې په بالیووډ کې يې په هیچا کې هم زړه روغ نه دی پریښی، اوس یواځې د دنګل فلم ستوری عامر خان ورته پاتې دی.نوموړې له عامرخان نه غوښتي، چې له دوو نورو خانانو – شارخ خان او سلمان خان – سره يې روغه وکړي او په هغوې ومني، چې له دې سره ګډ فلم جوړ کړي.عامرخان د کنګنا راناوټ یواځینی دوست دی، چې آن د هیرتیک روشن سره يې د لانجې پر وخت هم تر څنګ ودرید.کنګنا راناوټ اوس یواځې عامر خان ته غوږ نیسي او د هغه نصیحت اوري. له هرتیک روشن او کرن جوهر سره په یوه وخت کې د کنګنا په لانجه؛ د نوموړې لپاره په لوړه بیه پریوته. کرن جوهر او هرتیک ته نږدي کسانو د کنګنا سره پریکون وکړ او هڅه يې وکړه، چې نوموړې منزوي کړي. خو عامر خان د بالیووډ یواځینې مهم ستوری و، چې د کنګنا په طرف ودرید. د کنګنا او د خانانو ترمینځ ستونزه څه ده؟کنګنا راناوټ په ځان بسیا او باوري اداکاره ده. هغې په زیاتو مرکو کې ویلي، چې د خانانو سره د فلم جوړول، ددې په کارونو او لاس ته راوړنو هیڅ مثبت اغیز نه لري. نوموړې یو وخت ان د سلمان خان سره د ګډ فلم د جوړولو غوښتنه نه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها