Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «حقیقتونه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د ژوند په اړه ۸ ترخه حقیقتونه

  • لیکنه: لاچلن براونژباړه: احمد فرهاد توتاخیل که چیرې ته هم زما په څیر واوسې، نو ته به هم د بریا د “جادويي کیسو” اوریدلو یا هم لوستلو پر وړاندې حساسیت وښیې.د بریا ډیری کیسې له دا ډول خبرو ډکې وي:“ما هیلې درلودې”“بالاخره زه خپلو هیلو ته ورسیدم”“ګوره! اوس زه تا ته نصیحت کوم”او ډیری وخت لیکوال په خپلو ستونزمنو حالاتو پرده اچوي، د دې لپاره چې ځان چابک او هوښیار څرګند کړي.زه اوس ۲۹ کلن یم. لکه څنګه چې په ژوند کې زه لا هم ډیرې زده کړې ته اړتیا لرم، نو په همدې اساس تر دې دمه دومره پوهیږم، چې ژوند هغومره هم اسانه نه دی، لکه څومره یې چې د بریا کیسې اسانه ښيي.په همدې اساس، نن ورځ غواړم د ژوند په اړه هغه اته ترخه حقیقتونه درسره شریک کړم، چې ټولنیزې رسنۍ یې په اسانۍ سره موږ ته نه را په ګوته کوي: ۱- له موخو پرته، ژوند بې مانا دی.البرټ انشټین وايي: “که غواړې خوشاله ژوند وکړې، نو له یوې موخې سره یې وتړه، نه له خلکو او شیانو سره.”که چیرې ته د یوه شي د لاسته راوړلو لپاره کار نه کوې، نو ته بې هدفه ژوند کوې. موخې ټاکل له موږ سره په ښو او بدو پیژندلو کې خورا زیاته مرسته کوي.کله چې زه خپل تیر ژوند ته مخه کړم، نو زما تر ټولو خوشحاله شیبې هغه وې، چې ما پکې د حال زمان په شیانو تمرکز کړی وو او د لویو لاسته راوړنو لپاره مې کار کړی وو. ۲- مهمه نه ده، چې ستا په اړه نور خلک څه فکر کوي .ریچارډ پي فینمن وايي: “دا , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها