Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «جملو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د کار او پرمختګ په اړه د ۱۰۰ کتابونو خبرې، په ۱۳ جملو کې

  • لیکوال: لیوون هو، د لایف هیک اجرائیه مشرژباړه: شاهین په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ لس کاله مخکې مې د اینجینرۍ په یوې کمپنۍ کې له عادي ماموریت څخه د لوړ رتبه مدیرت پوست ته ارتقاء‌ وکړه. ډیره زیات ورته خوشاله شوم؛ خو چې څومره مې خوشالي ډیره شوه، هومره مې په کارونه کې زیاتوالی راغی. کله خو آن بیخې نه پوهیدم، چې څه وکړم او څه پریږدم. کارونه یو انبار وه، او زه ورته یوازې وم. ما اوریدلي وه، چې د کار مؤثریت اړوند مطالعه او کتاب لوستل په دې برخه کې مرسته کوي؛ نو ما هم بسم الله کړه او د کار د موثریت او اغیزمنتیا په اړه مې مطالعه پیل کړه. دا مطالعه مې په دې موخه پیل کړه، چې څنکه په کم وخت کې ډير کار وکړم. د مطالعې په پای کې نه یوازې دا، چې خپلې موخې ته ورسیدم؛ بلکې د کار اړوند ډیر څه مې نور هم زده کړل. ما د کار د اغیزمنتیا او تولید په اړه تر ۱۰۰ ډير کتابونه ولوستل او ۱۳ مهم ټکې مې پکې وموندل. غواړم، د سلو کتابونو دا نچوړ دلته تاسې سره په ۱۳ جملو کې شریک کړم: ۱ـ له نورو ضرب الاجل مه غواړئ؛ بلکې خپله ځان ته ضرب الاجل وټاکئ. موږ او تاسې ټولو ته د په ښوونځي او پوهنتون کې د کورنۍ دندې په پار ډیډلاین یا ضرب الاجل راکول کیده، چې زموږ او تاسې ډیر ملګري هماغسې په خپل ژوند کې عادت شوي هم دي. تر هغې، چې دوې ته نور خلک د کار , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها