Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «جاپانیان» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

جاپانیان څرنګه خلک دي؟! ۱۰ عجیبې ځانګړنې یې!

  • لیکنه: پاوله ګیرهولډژباړه: غازي عابد په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد نشه چې بیلې ځانګړتیاوې ونه لري. ځکه دا طبعي ده چې ټول انسانان له نورو سره په غذا، سیاحت او رواجونو کې جدا وي. دلته څو هغه عامې ځانګړنې دي چې له امله یې جاپان ټولې نړۍ او لویدیځ والو ته ښه معرفي کړي دي: ۱- مودب او مهذب.د ریګ ټاډشي په نوم یو تن وايي؛ که انسانان په تول سره وتلې، یو ډله به درته ډیر مودبه او مهذبه جاپانیان وخیژي. د جاپانیانو د رواجونو په اړه به ټولو اوریدلي وي چې د ستړي مشۍ او روغبړ پر مهال څومره مودبانه چلند کوي. ځکه د ستړې مشې پرمهال د لاسونو خوځول په جاپان کې نن سبا ډیر عام دي. همداراز په روغبړ کې د سر ټیټول او لاسونه پړکول د لویدیځوالو لپاره له لاس خوځولو سره ډیر مودبانه کار ښکاري چې دا ځانګړنه جاپانیان لري. ځکه د لویدیځوالو خوښيږي هم. ۲- وخت پيژندونکي او په قول او وعده ټینګښت.جاپانیان د وخت مدیریت په ډیر جدي ډول کوي. د جاپان ریل لار (JR) او نور وسلوونکي ځایونه د وعدې ایښودولو، سره لیدلو او وخت ټاکلو کې ډیر مشهور دي چې دغو ځایونو کې به سره ګوري او لیده کاته به کوي. که یوه دقیقه هم ځنډ شي، بیا هر څه له ستونزې سره مخ وي. اکثره وخت چې خلک له خپلو ملګرو، مشرانو او رییسانو سره ګوري او هغه خلک چې وعده یې ورسره ایښي وي، په خپل وخت رانشي، په دوی ناوخته کیږي، بیا مجبوره وي چې لاړ شي، کله چې لاړ شي ن, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها