Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «تولیدوي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د کندهار فارمونه د کال ۲۴۰۰ ټنه کبان تولیدوي

  • کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): په کندهار کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او تر اوسه په دغه ولایت د کبانو روزنې ۱۲۰۰ فارمونه جوړ شوي چې د ټول هېواد د کبانو له فارمونو یې شمېر ډېر دی. چارواکي وايي، په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال دوه ميليونه او څلور سوه زره کیلوګرامه (٢٤٠٠ ټنه) غوښه تولیدوي چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي. په کندهار کې د کبانو د فارمونو بنسټګر انجنیر محمدالله نوري چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر هم دی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کبانو د فارمونو جوړولو کیسه دلته نه ختمېږي، بلکې دا لړۍ په چټکۍ روانه ده. ده زیاته کړه، هره ورځ لږ تر لږه ۷ کسان ریاست ته ورځي او د کبانو د فارمونو جوړولو لپاره ورڅخه وړیا فني مشورې اخلي. دی وايي، تر دې مهاله په کندهار کې د کبانو د روزنې ۱۲۰۰ فارمونه جوړ شوي چې ډېر یې په کندهار ښار، دامان، ډنډ، ارغنداب، شاولیکوټ، خاکرېز، سپین بولدک، ژېړۍ، پنجوايي، تخته پُل او میوند ولسوالیو کې دي. نوري وویل، په دې وروستیو کې یې په دې اړه یوه سروې کړې او ښيي چې هره ورځ یوازې په کندهار کې د کبانو ۳۰۰۰ کیلوګرامه غوښه په مصرف رسېږي. دی وايي، په دې لړ کې یې دا هم معلومه کړې چې په کندهار کې د کبانو ۱۲۰۰ فارمونه د کال دوه میلیونه او څلور سوه زره کیلوګرامه غوښه تولیدوي چې نږدې ولایتونو هلمند، ف, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها