Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «تشویش،» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

له تشویش، ژورې اندېښنې، اضطراب او خپګان سره مخ یې؟ دا لیکنه ستا لپاره ده

  • راټولونه: شمیم اتل رواني ناروغۍ په ځانګړې توګه وسواس، ژوره اندېښنه او اضطراب هغه څه دي چې موږ ځوروي، زموږ څخه د ژوند ټول خواږه اخلي او نړۍ مو په سترګو تیاره کوي خو موږ یې په اړه کمې خبرې کوي. دا داسې څه دي چې که پرې خبرې وکړو او د چارې په لټه شو موږ ترې رغیدلی شو او د ژوند له دې تاریکۍ وتلی شو. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په دې لیکنه کې هم پرې خبرې کوو او هم یې چارې درښييو . عصبي تشویش، وسواس یا اضطراب څه شی دی؟ په انګریزې کې ورته انګزایټي ( Anxiety) وايي، په پښتو یې موږ په تشویش، شدید وسواس، اندېښنې او اضطراب ژباړو، ځکه دقیق نوم ورته نه شته. خو ددې لپاره چې په دې لیکنه کې ددې کلمو له تکرار خلاص شو وسواس او اندېښنه به ورته ووايوو. وسواس او اندېښنه داسې یو څه دي چې هر څوک یې په خپل ژوند کې تجربه کوي. عادي اندېښنه زموږ سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي او موږ متوجې کوي چې په ژوند کې له شتو خطرونو، ګواښونو او زیانونو څخه ځان وساتو او په وړاندې یې د مقابلې لپاره اقدامات وکړو. خو دا عادي وسواس یا اندېښنه ده. کله چې وسواس او اندېښنه له حده څخه واوړي بیا په یوې سختې عصبې ناروغۍ بدلیږي چې نه یوازې زموږ د ورځني ژوند چارې سختې اغیزمنې کوي بلکې د ګڼو فزیکي ناروغیو د پیدا کیدو او فزیکې نښو علامو د څرګندید سبب کیږي. ن, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها