Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ترانه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

دا څنګه ازادي ده؟ ترانه څنګه د اعتراض سندره شوه؟

  • ”ځوانان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي ده؟ “دا هغه ترانه وه چې په اسلام اباد کې یې د پښتنو وروستی لاریون ته ژوند ورکړ او اوس په ټوله کوزه پښتونخوا کې د روان حالاتو څخه د ناراضه پښتنو ځوانانو د اعتراض په نعره بدله شوې. خو دا ترانه څنګه جوړه شوه؟ او څنګه ددې لاریون په غږ بدله شوه؟ ځوان سندرغاړی شوکت عزیز ددې ترانې جوړونکی او ویونکی دی. د شوکت عزیز د اعتراض دا ترانه په په اسلام اباد کې د پښتون اعتراض په ترانه بدله شوه، او په کوزه پښتونخوا یې ګڼ ځوانان د دوی په سیمو کې د روان ناوړه وضیعت په وړاندې اعتراض ته وهڅول او په ولولو یې راوستل. شوکت عزیز د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په یوه مرکه ویلي دا ترانه یې په ډیر تصادفي توګه جوړه کړه. د ښاغلي عزیز په وینا اصلا په دې وروستیو کې پېښور ته د سندرو د یو البم د ثبتولو لپاره تللی و. هغه البم چې عزیز یې ثبتول غوښتل دا ترانه په کې نه وه شامله. شوکت عزیز د مشال راډیو ته ویلي، په پېښور کې وو چې د نقیب مسید د بې ګنا وژنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې غږونه پورته شول. چې پر ده هم دې او نورو پېښور ژور اغیز کړی و او غوښتل یې د هنر له لارې د خپل اعتراض غږ پورته کوي. د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په دې مرکه کې سندرغاړې شوکت عزیز ویلي، ددې پېښې وروسته البم ثبتول پاتې شول او د خپلو احساساتو د شریکولو لپاره د یوې ترانې جوړولو په هڅه کې شو. له خپل یو شاعر ملګري معصوم, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها