Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «تجربې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

ړوند قضاوت څه ته وايي؟ عملي تجربې او مشورې!

  • لیکنه: غازي عابد په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ غواړم د یوې مهمې موضوع په اړه څه ولیکم چې تقریباً هر انسان ورسره مخ شوی او مخ کیدونکی دی او دا چې موږ انسانان نیمګړي یوو، نو بیا بیا هم تیروتی، جذباتي کیدای او ورسره مخ کیدای شو؛ هغه ړوند قضاوت دی او یا (پسې شا) د یوه چا په اړه د هغوی تیروتنو، کار او نورو نیمګړتیاوو له امله د ښه او بد پریکړه کول دي. ځیني خلک ورته (ژر قضاوت هم وایي)دا سمه ده چې ځیني خلک روانشناس او قوي اټکل کوونکي وي، یو څه/چا ته په لیدو تر یوه حده سم قضاوت کولی شي، خو دا هر څوک او هر وخت نه شي کولی. خصوصاً هغوی چې بې تجربې وي یعنې لږ لږ د ژوند پوخوالي ته رسیدلي او یا روان وي. مثلاً موږ یو نوی کس وینو، که په طبعیت مو برابر نه شي، نو ژر خپل بل ملګري، د هغوی ملګري او نورو خلکو ته وایو چې دی کبرجن، ناوړه، ټنبل، بد او نامناسبه شخص دی، چې دا هر څه بیا اخر کې معکوس خیژي. دا ړوند قضاوت یا د بغض او کینې له امله په چا پسې غږیدل، عیناً په نورو پسې له غیبت کولو او په نورو بهتان لګولو سره یو شان دی، ځکه بل انسان پسې پرته له دې چې واقعي یې وڅیړې او له نیږدې ورسره ښکته پورته شې، بد عادت او عمل دی. (اسلام غیبت منع کړی، هیڅ وخت باید ونه شي) کیدای شي دا تجربې تاسو لوستونکو ته هم شوي وي. ځینو خلکو ته په کتو او, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها