Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «بېکارۍ» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

له بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره دا لارښوونې عملي کړئ

  • ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس بېکاري يو بوږنوونکې ستونزه ده، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې په يوه ځانګړې برخه کې يې، د خپلې خوښې زده کړه کړې وي، سيمينار، ورکشاپ يا هم څو مياشتيني پروګرامونه يې تېر کړي وي. زمونږ هېواد کې دا ستونزه ډېره جدي ده، چې د حل لپاره يې بايد جدي اقدامات وشي. که خدای مه کړه، د پوهنتونونو او نورو ښوونيزو مرکزونو څخه د ځوانانو د فراغت لړۍ همداسې روانه وي او د هغوی د بوختېدو لپاره کوم ځانګړی پروسيجر په نظر کې ونه نيول شي، نو پايله به يې ډېره خطرناکه وي.په دې ليکنه کې به تاسو سره د بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره څو ګټورې لارښوونې شريکې شي، چې عملي کول به يې پرته له شکه بې پايلې نه وي: ۱- له خپل ذهن څخه پيل وکړئد بېکاره خلکو لپاره تر ټولو لويه ستونزه د هغوی بېکاري نه، بلکې د هغوی افکار او احساسات دي. بېکاري کولی شي په انسانانو کې ډار، وېره، خپګان او د هغوی د نامالومې راتلونکې په اړه تشويشونه وزېږوي. دا احساسات کېدای شي ځيني وختونه د هغوی له مخې هغه دندې او مصروفيتونه پټ کړي، چې دوی يې وړتيا لري او د دوی په څنګ کې دي. د دې ستونزې او تشويش د کمولو لپاره څه کول پکار دي؟ د خپلو ملګرو سره خبرې وکړئ، خپلو ورځنيو پروګرامونو کې پلي ګرځېدو ته وخت ورکړئ او دا خبره په نطر کې ونيسئ چې، هغه کار چې تاسو يې ترسره کولی شئ، هغه ته تقويت ورکړئ او دوام ورکړئ. يو مشهوره خبره ده چې, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها