Daily Newsletter '; var input_id = '#mc_embed_signup'; var f = $(input_id); if (ftypes[index]=='address'){ input_id = '#mce-'+fnames[index]+'-addr1'; f = $(input_id).parent().parent().get(0); } else if (ftypes[index]=='date'){ , ...ادامه مطلب
By On Dec 24, 2017 - 16:47 جلال اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يوه روزونکي د لوبو او فعاليتونو بندېز ولګاوه . د کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټۍ غړو ډاکټر نور علم فريد او ميرمبارز د مرغومي په ٣مه، په جلال اباد ښار کې په دې اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معلومات ورکړل. دوى زياته کړه چې ياد بنديز د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو پر مهال د سرغړونو له امله لګول شوى دى. ډاکټر فريد وويل، د سپین غر زون لوبډلې پر لوبغاړي همایون عمر د يو کال بندیز لګول شوى دى. د هغه په وينا، عمر د غونډې پر مهال د خپل زون مشر ته له سپکو سپورو ویلو وروسته د هغه د وهلو ډبولو هڅه کړې وه. ميرمبارز وويل، د بندامیر پر لوبغاړي نور الحق ملکزي ځکه شپږ میاشتې بندیز لګول شوی چې هغه په خپل موټر د سپین غر زون د مشر د وهلو هڅه کړې وه، خو هغه ترې روغ وتلى و. نوموړي زياته کړه، د بست لوبډلې پر روزونکي درې مياشتې بندېز لګېدلی، ځکه چې پر نوموړي په يوه سيالۍ کې د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د توهين او د لوبې د اخلال تورونه دي. د يادونې ده چې کرکټ بورډ تېر کال هم پر ځينو لوبغاړو بندېزونه لګولي وو. , ...ادامه مطلب