Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «بندوالي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

اروزګان کې د لويو لارو بندوالي له امله ګڼ ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي

  • ترینکوټ (پژواک، ۲۷ مرغومى ۹۶): د اروزګان ملکي روغتون مسوولين وايي چې له مرکز ترينکوټ ښار سره د ولسواليو او لرو پرتو سيمو د لويو لارو د بندوالي له امله د ناروغانو مړينه زياته شوې ده. په اروزګان کې د وروستيو نا امنيو له امله د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا څو ځلې لويې لارې د خلکو پر مخ وتړل شوې چې دغه کار نه يوازې روغتونونو ته د ناروغانو د ورتګ لاره ستونزمنه کړې، بلکې په ولسوالیو کې هم خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، له هغه راهيسې چې د ترينکوټ يو شمېر فرعي لارې د جګړې د ښکېلو خواو له خوا تړل شوې، خلک اړ شوي چې په پلیو او خامه لارو خپل ناروغان روغتون ته ورسوي. د دوى په وينا، له همدې امله د لارو په اوږدو کې يو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم د کوما په حالت کې دوى ته ور رسول کېږي. د اروزګان د ولايتي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخي پژواک اژانس ته وويل چې لویې لارې د جګړې له امله د خلکو پر مخ تړل شوې او زيات وخت ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه زياته کړه، له تېرو څو ورځو راهيسې د ترينکوټ له يو شمېر سيمو داسې مېرمنې ور وړل شوې، چې ولادي ناروغۍ یې درلودې خو د لارو په اوږدو کې يې وينه ډېره ضايع کړې وه او مړې شوې دي. د ډاکتر توخي په وينا، د دې ستونزې له امله په تېره يوه اوونۍ کې پنځو مېرمنو چې د لارې, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها