Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «بریالي» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

په ګډ ژوند کې د یوه نارینه د بریالي اوسېدو لپاره ۲۰ مهم ټکي

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې برخه کې د نېکمرغه اوسېدو او د یوه خوښې وړ نارینه اوسېدو لپاره په ۲۰ اصلي تګلارو باندې رڼا اچوو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ. ۱ ـــ کور ته د راګرځېدو پرمهال له هغې سر, ...ادامه مطلب

  • بریالي او نابریالي کسان دا ځانګړنې لري

  • لیکنه: قطار ظفري ژوند د مبارزې ډلګ, ...ادامه مطلب

  • له نشه يي توکو سره د مبارزې او عدلیې وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل

  • KABUL (Pajhwok): Countearcotics Minister Salamat Azimi and Justice Minister Abdul Basir Anwar on Monday survived no confidence motions after they satisfied lawmakers about their ministries’ budget spending. The Wolesi Jirga on December 17 summoned... , ...ادامه مطلب

  • د نړیوال کرکټ هغه له ونې ټیټ لوبغاړي چې تر ټولو بریالي ثابت شوي ول

  • ليکنه: مدثر دعوت ځيني کسان وايي چې په کرکټ او نور ورزش کې قد او ونه ډير ارزښت لرې. که کرکټ ته راشو هغه کسان چې لوړه تنه لري، غوره توپوهونکي وي او ښه توپ اچوونه کوي، خو دا هم بايد هير نه کړو چې ونه او وزن د انسان پر وړتيا او لياقت ډیر منفي تأثر نشي اچولی. د کرکټ ماسټر او د ۱۰۰ سليزو ريکارډ لرونکی کرکټر سچن ټنډولکر په تنه ډير ټيټ دی خو هغه په نړيواله سطحه د کر, ...ادامه مطلب

  • د نړيوال جام ګټونکي لوبډلمشران چې په خپله وړتیا او ځیرکتیا بریالي شوي

  • ليکنه: مدثر دعوتکه څه هم دا حقيقت دی چې نړيوال جامونه د لوبډلي په واسطه ګټل کېږي، خو يو لوبډلمشر د لوبي په ګټلو کې مهم رول لري. که چېرې يوه لوبډله ټول نړيوال جام په خپل نوم کوي، نو دلته يوازینی کس لوبډلمشر دی چې څنګه وکولای شي لوبه په خپل واک کي واخلي او د مخته تګ لپاره زمينه برابره کړي. ځيني داسي حالتونه د لوبې په وخت کي راځي چې يوه لوبډله ترپوره فشار لاندې, ...ادامه مطلب

  • بریالي خلک پر دې کارونو وخت نه ضایع کوي

  • لیکوال: سینتیا بازینژباړن: زمریالی اباسین کله چې خلک سرګردانه، خواشیني او په چارو کې ځان پاتې احساسوي، د یوه سلاکار او لارښود په توګه ما ته مراجعه کوي. دوی ځانونه په سختیو کې را ایسار شوي بولي، لاره پرې ورکه وي او نه پوهیږي چې څه وکړي. ځینې داسې شیان شته چې هسې وخت ضایعه کوي او ګټه یې نه وي؛ هغه څه چې د بریالیتوب پر وړاندې یې خنډ کیږي، د پرمختګ مخه یې ډپ کوي او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي. زه فکر کوم، چې موږ ټول وخت نا وخته په ځينو داسې چارو لاس پورې کوو چې موږ خپلو سترو موخو ته نه شي رسولی او خوشالي نه شي راکولی. ما هم په لومړیو کې وخت ته چندان ارزښت نه ورکاوه، خو د وخت په تېرېدو په دې پوه شوم چې د هرې ورځې هره ثانیه څومره ارزښت لري. یو وخت په دې پوه شوم چې ځینې داسې فعالیتونه شته چې سړی نه یواژې په چارو کې بریالیتوب ته نشي رسولی، بلکې هسې د وخت ضایعه کول دي. ټول غواړو په ژوند کې بریالي شو، خو ځينې وخت په داسې شیانو خپل وخت وژنو چې زموږ د پرمختګ او بریاليتوب پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه مو پرېږدي چې موخې ته ورسېږو. عجیبه خو دا ده چې تر هغې دغه شیان نشو تشخیصولی تر څو یې چې یو څوک را ونه ښيي. مهمه دا چې ارزونه وکړو، ورځې مو څنګه او په څه تېروو؛ هر ساعت او هره دقیقه مو په کومو شیانو تېروو او څنګه کولی شو چې په پرله پسې ډول داسې لارې چارې پیدا کړو چې د وخت د ضایعه کېدو مخ, ...ادامه مطلب

  • غوره اداري سیاست؛ څنګه په اداره کې بریالي کیدای شو؟!

  • لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیريژباړه: غازي عابد سیاستونه تل له ستونزو او مشکلاتو سره مل وي. تقریباً هیڅ شخص اداري سیاست کې ښکیلتیا نه خوښوي او هغه خلک چې په کې ښکیل وي، رښتیا هم له ستونزو سره مخ وي.لکه د نورو عادي سیاستونو په شان اداري سیاست د انساني رویې نه کنټرولیدونکې برخه ده. خلک له یو بل سره اړوي او سیالي، اختلاف او آن سخت رقابت ته پرې خلک تللی شي.که په اداري سیاست کې د لوبې کولو هڅه ونه کړو، ممکن موږ په خپله اداره کې ځان او خپل کاري محیط وساتلی شو.دا باید ونه وايې چې زه په اداري سیاست کې نه یم اغیزمن شوی، دا داسې دی لکه وچې وایې چې سیاست کې هیڅکله نه ماتیږم یا هیڅوک نه شي ماتیدای. د اداري سیاست د بریالیتوب لپاره اساسي خبره دا ده چې ددې هیله ونه کړې چې هر څه خپله پرمخ ځي او داسې چلونه زده کوې چې څنګه په کې یوازې ځان مخکې بوځې.هغه وخت بریالی کیدای شي چې په مهارت او غوره ډول سره مخته لاړ شې او په دې ځان پوه کړې چې کله او څومره په کې مداخله کول ارزښتمن دي. دا ۶ خبرې هم یاد لرئ:۱- اداري کسان مو وپيژنه.کله مو چې نوې دنده پیل کړه یا که له پخوا دنده کې یاست، پوه شوۍ چې ستاسې د اداري سیاست په مخ کې خنډونه اچول کیږي او دې سره مو کړو وړو ته خطر رسیږي، باید دغسې وخت کې ځان پوره پوه کړې چې څه روان دي.ممکن ستاسې اداره د مخالفتونو، منفي رقابتونو او ائیتلافونو نه ډکه وي او دغه ډول وضعیت اداره ل, ...ادامه مطلب

  • د بریالي او غوره پلار څو ځانګړنې

  • لیکنه: ګیري او جوای لنډبرګ، دواړه ښځه او خاوند دي.ژباړه: غازي عابد ګیري او جوای لنډبرګ، چې دواړه ښځه او خاوند دي، دلته یې هغه خبرې او تجربې شریکې کړي چې د مور او پلار په توګه یې مهم بولي.دلته که څه هم خاوند او میرمنې دواړو شریکې خبرې کړي، خو ګیري چې خپله هم یو پلار دی تر ډیره یې په خاص ډول ځینې هغه خبرې شریکي کړي چې ده په یوه علمي ځای کې د تدریس په جریان کې له نورو یاد کړي او ترلاسه کړي دي: – سمبالوونکی.پلار باید یو ثابت، د کلک عزم خاوند سمبالونکی اوسي او د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار او زیار وباسي. که پلار ثابت قدمه ونه اوسي، اولادونه به هم تل بې باوره او ناچمتو اوسي. – ساتونکی.یو پلار باید دومره قوي او ژغورونکی وي چې له هر ډول؛ یعنې فزیکي، احساساتي او معنوي خطرونو خپله کورنۍ وساتلی شي. – استاد یا ښوونکی.پلار باید یو استاد او لارښوونکی اوسي او تل د خپلې کورنۍ او اولادونو سره هغه تجربې، لارې چارې او مشورې شریکې کړي چې په وسیله یې اولادونه وده او پرمختګ وکړي. ځکه که پلار لارښوونه ونه کړي یا د ښوونکي رول خپل نه کړي، ښايي، اولادونه بې حرکته پاتې شي. – ملګری.پلار باید د ملګري په صفت له خپلو اولادونو سره مهربانه، همدرده، د کورنۍ د غړو لپاره چارچاپیره دیوال او یو ملګری اوسي. داسې باید وي چې اولادونه پرې ډاډه او د خوښۍ احساس وکړي. – بېلګه او تګلاره.پلار , ...ادامه مطلب

  • د نوي کال لپاره د بریالي پلان پینځه غوره لارې

  • ژباړه: عزت الله پېژاند موږ ټول د نوي زېږدیز کال (۲۰۱۸) په درشل کې یو او دغه کال ته یوازي د ګوتو په شمار ورځې پاتې دې. چې داسي ده نو موږ اړیو چې د یاد کال لپاره د خپلو شخصي او انفرادي پلانونو په اړه فکر وکړو. آیا تاسو یو له هغو کسانو څخه یاست چې په دې باره کې یې فکر کړی وي؟ او آیا په دې هم خبر یاست چې تر ۵۰ سلنې ډېر د نوي کال پلانونه له ناکامۍ سره مخ کېږي. خو که تاسو له لاندینیو لیکل شویو اصولو او مشورو سره سم خپل پلان چمتو کړئ نو تاسو به د پورته یادې شوې سلنې له ډلې څخه چې پلانونه یې نه بریالي کېږي، ځان وباسئ. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په دغه لنډه لیکنه کې به تاسو ته وښودل شي چې څنګه کولای شو په راتلونکي کال کې خپل ژوند مثبت لوري ته بدل کړو  او څنګه دغې موخې ته رسېدلای شو. ناسم پلان څنګه پلان څنګه وي؟ آیا د ناسم یا غلط پلان تر شا کوم عوامل پټ وي؟  هو! لاندیني درې عمده عوامل ممکن د ناسم پلان لپاره دلایل واوسي: پلان د نورو کسانو له خوا جوړ شوی. ګونګ او غیر دقیق دی. د هغه د پلي کولو لپاره عملي پلان نه لرو. نو د خپل کلني پلان جوړولو پر مهال باید ډېر پام وکړئ چې لږ تر لږه پورتنۍ ستونزې ونه لري. سم پلان غوره کړئ دغې موخې ته د رسېدو لپاره کافي ده چې خپل ژوند ته یو نظر وکړئ او ځان پوه کړئ چې غواړئ د خپل پلان , ...ادامه مطلب

  • بریالي خلک خپل وخت څنګه لګوي؟ د وخت د تنظیم درې عادتونه

  • لیکنه: کَرین ټایبر لیلانډ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ څو کاله مخکې ما په نړیواله کچه، په شل زرو (۲۰۰۰۰) سوداګرو او رهبرانو خپله سرویې بشپړه کړه. ډیری هغو متشبثینو سره چې ما مرکه وکړه، میلیونران ول او له دوی څخه ډیرو یې ځان د میلیونرۍ تر کچې پورې په خپلو ځیرکو افکارو، سخت کارونو او وخت مدیریت کوونکو عادتونو رسولي و. هو، هیله ده چې تا زما له خبرو سم مطلب اخیستی وي. له دغو اغیزمنو کسانو څخه هر یو یې په خپل کار کې ډیر بریالی و او دوی په دې هم پوهیدل چې دوی نه باید یوازې اغیزناک واوسي، بلکې باید چې موثر هم واوسي. لاندې درې هغه وخت مدیریت کوونکي عادتونه دي، چې هماغو میلیونرانو او د وړو سوداګریو څښتنانو په خپل ذات کې درلودل: ۱. په کوچنیو شیانو تمرکز وکړه، نه په سترو شیانو د کمپیوټر په نړۍ کې یوه اصطلاح د (Chunking down) په نوم ده، چې مانا یې د یوې سترې مادې تجزیه کول په کوچنیو مادو ده. نو په همدې اساس، ډیری له هغو متشبثینو سره چې ما مرکه وکړه، دا عادت یې درلود چې سترې پروژې او اهداف به یې په کوچنیو پروژو او اهدافو تجزیه کول. همدغه کار له دوی سره دا مرسته کوله، چې په چټکۍ او اسانۍ سره عملي ګامونه اوچت کړي او په ورته وخت کې به یې دوی ته دا احساس هم وربښه چې څنګه په دغو پروژو او اهدافو , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها