Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «اچین» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

په اچین کې د پاڅون کوونکو او امریکایي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

  • جلال اباد، کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی۹۶) : د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د اچين په مامند درې سيمه کې د پاڅون کوونکو او بهرنيو سرتېرو ترمنځ تر لفظي شخړې ورورسته ډزې شوې دي . هغه د پېښې په اړه نور معلومات نه درلودل، خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې پېښه مرګ ژوبله هم لري. یادې سرچینې زياته کړه چې تر داخلي بریده وروسته، امریکایي ځواکونو هوایي برید کړی او ۱۴ پاڅونوال یې وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د سیمې په پاڅونوالو کې د دوی دوو نفوذي کسانو په اچین ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړي او ۱۶ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خو په کابل کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند ټام ګریس بیک د مرغومي په ۲۱مه، پژواک اژانس ته وویل، نن په اچین ولسوالۍ کې له افغان همکارانو سره د ګډو همکاریو پر مهال یوه پېښه رامنځ ته شوې ده. سرچینې زیاته کړې، په رامنځ ته شوې پېښه کې د امریکایي ځواکونو کوم سرتېری وژل شوی نه دی، خو یو سرتېری یې ټپي شوی، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دی. د امریکایي  ځواکونو دغه ویاند ویلي، چې له افغان امنیتي مسوولینو سره یې په ګډه په دې اړه څیړنې پیل کړې دي او نور معلومات به وروسته خپاره شي. یادې سرچینې په بمبار کې د پاڅونوالو د وژل کېدو په ا, ...ادامه مطلب

  • په اچین کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی

  • KABUL (Pajhwok) A US service member died as a result of wounds sustained Tuesday during operations against the Islamic State or Daesh militant group in Achin district of easte Nangarhar provinc, the US military said. “The service member was killed... Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • داعش ولې اچین ځان ته انتخاب کړ؟

  • کابل (پژواک، ۱۹ غويی ۹۵): د ډيورنډ فرضي کرښې ته د نږدېوالي، داسانه اکمالاتو او وسله والو تګ راتګ له امله داعش وسله والې دلې د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ اچين د خپل مرکز لپاره انتخاب کړې وه او پلان يې درلود، چې نورو سيمو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي. د اچين ولسوالۍ جغرافيوي او قومي جوړښت: اچين ولسوالي د جلال اباد ښار په ٣٥ کيلومترۍ کې سوېل ختيځ لور ته پرته ده، د دې ولسوالۍ ختيځ لور ته د ډيورند کرښه، خيبر او کورمه ايجنسۍ موقعيت لري، شمال ختيځ ته يې د ننګرهار د نازيانو ولسوالي، غرب ته یې کوټ ولسوالي، شمال ته غني خېل، سوېل ته سپين غر او ده بالا ولسوالۍ پرتې دي. دا ولسوالي ٣٥٠ کيلومتره مساحت او شاوخوا ١٥٠زره زره نفوس لري چې ټول شینواري او د علیشېرخېلو قبیلو پښتانه دي. د دې سيمې ډېری وګړي په کرنه بوخت دی، پر خپلو ځمکو غنم، جوار، کچالو، پمبه، پياز او نور سبزي جات کري. داعش ولې اچین د ځان لپاره وټاکله، څنګه او له کومه راغلل؟ داعش ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه کاله مخکې د پاکستاني ځواکونو لخ خوا د قبايلي سيمو په اورکزي او خيبر ايجنسيو کې د عملياتو له پيلېدو سره سم يو شمېر کورنۍ چې ډېری يې پاکستاني طالبان وو، له ډيورنډ پولې را واوښتې او په اچين کې ځای پر ځای شوې. سرچينې زياته کړه، کله چې دوى دلته مېشت شول، مدرسې يې جوړې کړې، له ځايي خلکو او ځايي طالبانو سره يې اړيکې ښې کړې. د نوموړي په وينا، د خيبر ايجنسۍ له تيرا څخه راغلي پاکستاني طالبان سلفيان وو او د وخت په تېرېدو سره د داعش له رامنځته کېدو سره سم دوى له داعش سره يو ځاى شول چې دغه کار د طالبانو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل شو. داعش ته نږدې ياد سرچينې وويل چې د دې ډلې د فعاليتونو او خوځښتونو په ډېرېدو سره د کونړ، نورستان او د ننګرهار له يو شمېر نورو سيمو سلفيان هم اچين ته ورغلل او په دې توګه اچين د داعش پر لوى مرکز بدل شو. سرچينه وايي، داعش پلان درلود، له اچين څخه د سروبي او تګاب له لارو شمالي ولايتونو ته ځانونه ورسوي، خو د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د عملياتو له امله يې دغه پلان له ځنډ او خنډ سره مخ شو. هغه زياتوي، که څه هم د داعش يو شمېر مرکزي مشران ووژل شول، ځيني يې تيت و پرک او ورک شول، خو اوس هم په اچين کې فعال مرکزونه او روزنځايونه لري. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وا, ...ادامه مطلب

  • په اچین کې د بې پیلوټه الوتکې برید د داعش ۱۱ وسله وال وژلي

  • By زيرک فهيم on 27 March 2016 جلال اباد (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله يوولس داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د... read more , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها